افغانستان

کرزی: د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانستل د دوی بنسټیز حق دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې د ښځو او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په موخه د دوى د اعتراضیه غږونو په ملاتړ وايي چې دا د هغوی بنسټیز حق دی.

ښاغلي کرزي پر اېکس ویلي: «افغانستان به هیڅکله د نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري.»

د نجونو د زده کړو اهمیت

هغه زیاته کړه چې د هېواد د ښځو او نجونو غږ او هیله «د افغانستان لپاره د دوی حقه غږ دی.»

حامد کرزی وايي، د هېواد د ځوانانو (هلکانو او نجونو دواړو) وړتیاوې د ټولنې د ځان بساينې او له بېوزلۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لاره ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر زیاتوي چې د نجونو زده کړه د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره مهمه ده. هغه وايي، هيله لري چې ډېر ژر د نجونو او مېرمنو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيستل شي.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټنګښت وروسته د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې وتړلې.

که څه هم تر درې اوونۍ وړاندې او په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر خصوصي روغتيايي انسټيټيوټونو چې د ښځو لپاره د زده کړو وروستی فرصت بلل کېده؛ د دوی پر مخ پرانستل شوي وو. خو تېره میاشت کې د طالبانو مشر د هېواد د نجونو او ښځو پر وړاندې د هیلو د دې وروستۍ کړکۍ هم ور وتړله.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې، په ټول هېواد کې روغتيايي انسټيټيوټونه د ښځینه وو محصلینو د نومليکنې اجازه نه لري.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د مشر دغه فرمان د عامې روغتيا وزير نورجلال جلالي له خوا د طبي انسټيټيوټونو چارواکو ته ابلاغ شوى و.