په کورسک کې د روسیې د قومندانۍ مشر الکساندر خنشتاین وايي، پر دغې سیمې د اوکراین په توغندیز برید کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، د اوکراین دا توغنديز برید د جمعې په ورځ د ليندۍ په دېرشمه د کورسک په ریلسک ښار کې باندې شوى دى.
په کورسک کې د روسیې د قومندانۍ مشر د ټېلېګرام په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د یوه ۱۳ کلن تنکي ځوان په ګډون ۱۰ تنه ټپیان چې ټپونه يې برسېرن و روغتون ته وړل شوي دي.
هغه وويل:«هغه څه چې نن پېښ شول زموږ د ټولو لپاره يوه ستره تراژيدي ده. موږ د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شريک یو. هیڅوک به له ملاتړ پرته پاتې نشي.»
اوکرایني چارواکو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
الکساندر خنشټاین وايي چې مسؤل کسان به« د وړ بدله ترلاسه کړي.»
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا له دغه برید وروسته د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې مسکو به ژر تر ژره د کییف د رژیم د «بې دلیله اقدام» ځواب ورکړي.
هغه په غونډه کې وویل: «لکه څنګه چې تاسو ښه پوهیږئ، د روسیې د سوله يیزو اتباعو په وړاندې د دې هدفي جنايت په وړاندې زموږ غبرګون به په ځنډ نه وي.»
ښاغلي خنشټاین زیاته کړه، اوکراین په دغه برید کې د امریکا له خوا ورکړل شوي هایمارس توغندي وتوغول، چې د اوکراین له دریمې سیمې سره په ۲۶ کیلومترۍ کې په ریلسک کې يې د یوه ښوونځي، تفریحي مرکز او شخصي استوګنې په ګډون ګڼې ودانۍ زیانمنې کړې.
د روسیې قانون پلي کوونکو ته نږدې د مېش ټېلېګرام چینل لخوا دمخه نا تایید شوی راپور، دمخه د برید د مړو شمیر اوه تنه اعلان کړی و.
په کورسک کې د روسیې د قوماندې مشر وروسته په ټېلېګرام کې وویل چې برید د تودولو او ګازو شبکې هم مختل کړې او له ۸۰ څخه زیاتو کورونو ته د اکمالاتو د رسولو کار روان دی.
پر کورسک د اوکراین برید
دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني پوځیان د اګست په شپږمه د پولې بلې غاړې ته له یوه ناڅاپي برید وروسته د کورسک سیمې یوه برخه په ولکه کې لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل چې دوی (اوکرایني پوځیان) به وایستل شي؛ خو هغه د بريد د نېټې له تعينولو ډډه وکړه.