د غزې ډاکټرانو اعلان کړی، چې پرون (جمعه، د ليندۍ ۳۰مه) پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۸ تنه د نصيرات د کډوالو په پنډغالي کې په یوه اپارتمان او په جبالیه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
په عین حال کې، په غزه کې له څه باندې یو کال جګړې وروسته، منځګړي لا هم نه دي توانېدلي چې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند وکړي.
د اوربند خبرو ته نږدې سرچینو د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې قطر او مصر د جګړې د دواړو خواوو ترمنځ د ځینو اختلافاتو په حلولو بریالي شوي او د اختلاف ځيني ټکي پاتې دي.
پر غزې د برید پیل
د یادولو وړ ده چې اسراٸيلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه پر غزه کې د حماس د غړیو لخوا د هېواد پر ځینو برخو بریدونه پیل کړل
اسراٸيل وايي د حماس ډلې شاوخوا سل تنه يرغمل لا هم په بند کې دي. خو دا لا څرګنده نه ده چې څومره يې ژوندي دي.
له بلې خوا، د غزې چارواکي وايي چې د اسراٸیلو بریدونو تر ۴۵ زرو ډیر فلسطینیان وژلي او د ٢.٣ ميلیونه نفوس څخه ډېر یې بې ځایه کړي دي.
په ورته وخت کې د غزې د ساحلي کټارو یوه لویه برخه ویجاړه شوې ده.