د «جي ٧» ډلې د غړو هېوادونو استازي او ځانګړي ستازي دا اونۍ په یوه غونډه کې د افغانستان د مخ په زیاتېدونکو ستونزو د بحث لپاره راټول شوي وو. له غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې يې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد خپلې هڅې لا پیاوړې، د ښځو پر وړاندې د ځپونکې تګلارې لغوه او د هېواد د ثبات لپاره ټولګډونه حکومتولۍ ته غاړه کېږدي.
په دغو خبرو اترو کې د امريکا متحده ايالاتو، برېټانيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا، کاناډا، جاپان، سويس او نورو اړوندو هېوادونو استازو برخه اخيستې وه. دغې ډلې په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین د مخنیوي او د سیمه ییز امنیت د تامین لپاره د فوري اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ترهګريرو ګواښونو مخنيوى
استازو په کابل او سیمه کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې ترهګري د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ دی. دوی د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د طالبانو محدود اقدامات تایید کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک سره سم باید نور پرېکنده ګامونه هم پورته شي.
په دغه اعلاميه کې راغلي دي: «ځینې تروریستي ډلې اوس هم په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د داخلي او سرحدي بریدونو په پلانولو او ترسره کولو بوخت دي». دغو استازو له طالبانو وغوښتل چې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، چې نه یوازې افغانستان بلکې ګاونډیان او ټوله سیمه بې ثباته کولای شي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپونکو تګلارو له منځه وړل
د« جي ۷» ډلې استازو د ٢٠٢۴ کال په ډسمبر کې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او انجونو د زده کړو منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه وغندله او دا بندیز يې د ٨٠ څخه زیاتو د جبري فرمانونو د یوې پراخې بېلګې په توګه بیان کړ چې موخه یې د زده کړو، عامه ژوند او اقتصادي ګډون څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کول دي.
دوی وویل، «دا تګلارې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو لپاره ویجاړونکې پایلې لري، او روغتیايي سیسټم بې ثباته کوي،» يادو استازو د دغو تبعیضي اقداماتو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد په بیارغونه او اوږدمهاله ثبات کې د ښځو ونډه مهمه ده.
ټولګډونه حکومتولي او سیاسي ثبات
دې ډلې په افغانستان کې د ولس په استازولۍ سیاسي نظام د رامنځ ته کولو لپاره د یوه ټولګډونه ملي ډیالوګ پر اړتیا ټینګار وکړ او د یوه حساب ورکوونکي مشرتابه سره یې د اساسي قانون د نظم غوښتنه وکړه چې د هېواد نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی ولري.
په دې اعلامیه کې راغلي: «د تلپاتې سولې او ثبات ترلاسه کول یوې اعتبار لرونکي حکومت ته اړتیا لري چې د افغاني ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي.»
دغه استازو په افغانستان کې د سولې او ثبات د تأمین په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول د ملاتړ لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه. دوی د امنیت شورا د ٢٧٢١ (٢٠٢٣) پرېکړه لیک د پلي کېدو غوښتنه وکړه او د “افغان اړخونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ لپاره” د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سمدستي ګمارلو په اړتیا یې ټینګار وکړ.
بشري او سیمه ییزه همکاري
په دې اعلاميه کې په افغانستان کې د بشري ناورين د له منځه وړلو په برخه کې د نړيوالو نادولتي موسسو پر مهم رول، په تېره بيا د زيانمن شويو وګړو لکه هغه کورنۍ چې سرپرستي يې کوي، ماشومان او قومي او مذهبي لږکيو ته په پاملرنې ټينګار وشو. دوى د یو واحد بشردوستانه ځواب پر اهمیت چې د ملګرو ملتونو سازمان تر څنګ يې نړیوال او سيمه ييز سازمانونه سره یوځای کوي، ټینګار وکړ.
دوی همداراز د ترهګرۍ او غیرقانوني کډوالۍ په ګډون د ګډو ستونزو په حل کې د ګاونډیو هېوادونو رول مهم وباله او د ښځو د حقونو په تېره بیا زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې یې د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو ستاینه وکړه.
د «جي ۷» ډلې د سویس هېواد څخه د جینوا د ناستې د کوربه توب له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د پرمختګ د ارزونې او د افغانستان د ثبات لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
د دغې اعلامیې په پای کې راغلي دي: «نړیواله ټولنه له دغو سترو ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده.»