د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ملتونو جام په سي ګروپ کې ځاى پرځای شوه.
دا لوبې راتلونکي کال کې د مارچ په ۲۰ مه د تایلنډ په کوربه توب ترسره کېږي.
د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ایران، اندونیزیا او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره په ورته ګروپ کې ده.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پاى کې به لومړۍ درې لوبډلې د اسيا د استازو په توګه د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لار پيدا کړي.