افغانستان

بینټ: په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د «جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي» د زیاتوالي لامل شوی دی

د افغانستات د بشري حقونو په اوه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ريچارد بينټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ « زده کړه انتظار نشي کولی» نړيوال بنسټ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د «جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي» د زیاتوالي لامل شوی دی.

ښاغلی بینټ وايي بندیزونه د ښځینه زده کونکو په منځ کې د «جبري ودونو، ځان ځورونې او ځان وژنې» کې د بې کچې زیاتوالي لامل شوي دي.

په همدې حال کې يو شمېر ښځينه زده کوونکې چې د طالبانو د بنديزونو له امله له زده کړو بې برخې شوي وايي، له زده کړو درې کاله لرې پاتې کېدلو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او ژوند يې د «نورو د سياست» قرباني شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ وايي: «د نجونو پر زده کړو بندیزونو، له وخته مخکې یا جبري ودونو په زرګونو نجونې په خپګان اخته کړي دي. ځان ځورونه، د ځان وژنې او د ځان وژنې فکرونو په بې ساري ډول زیات شوی دی.»

ښاغلي بینټ همداراز زیاته کړه چې د دې وضعیت دوام به په اوږد مهال کې په افغانستان کې «جنسيتي نابرابرۍ» لاپسې زیاتې کړي.

هغه په ​​افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدوديتونه او بندیزونه «غیر انساني او جنسيت پر بنسټ ځورونه» وبلله او زیاته یې کړه چې د دې «وحشیانه جوړښت ننګول او حساب ته د طالبانو اړ اېستل» د نړۍ د ټولو هېوادونو مسوولیت دی.

په افغانستان کې د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی زیاته کړه: «په پایله کې له عامه ډګر څخه د ښځو اېستل، د بې وزلۍ زیاتوالی، د جنسیتي نابرابرۍ زیاتوالی، د جنسیتي تاوتریخوالی زیاتوالی او د کم عمره ودونه، د ماشومانو جبری کار او د ناوړه ګټه اخیستنې نور ډولونه دی.»

صنم، چې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، د خپلو اندېښنو په دوام وايي، چې د زرګونو نجونو په څېر يې خوبونه د کور په کونج کې ويجاړ شوي او د زده کړې او ځوانۍ کلونه يې ضايع کېږي، ځکه چې نجلۍ ده.

دغه زده کوونکې وايي: «زه په نهم ټولګي کې وم چې ښوونځي وتړل شو. درې کاله تېر شول او زما د ژوند دا درې کاله زما د زده کړو وخت وو او اوس به مې دولسم ټولګي پای ته رسېدلی و. موږ ډیر بې برخليکه د کور په کونج کې يو، زموږ ټول خوبونه له منځه تللي او زموږ ژوند زموږ د مشرانو د لوبو وسيله ګرځیدلی ځکه چې موږ نجونې یو.»

يو شمېر ښځينه زده کوونکي چې له زده کړو بې برخې دي د ښوونځيو د دروازو د تړل کېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي چې په افغانستان کې د خپل ناڅرګند راتلونکي او ژوند په اړه اندېښمن دي.

د مدینې په نوم یوه زده کوونکې وايي: «زه د ښوونځي په نهم ټولګي کې وم. ښوونځي له دوو کلونو راهیسې تړل شوي دي. زه ښوونځي ته نه یم تللی، کورسونه یوه ورځ خلاص وي او بله ورځ بند وي. په دې توګه زموږ ژوند ضایع کیږي. زه فکر کوم چې موږ په افغانستان کې د بندیانو په څېر ژوند کوو.»

د يادولو وړ ده، چې په ۱۴۰۰لمريز کال کې په افغانستان کې د واک ته د رسېدو یوه میاشت وروسته طالبانو اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځینه زده کوونکو لپاره د ښوونځیو تړل «لنډمهاله» دي. خو د بشري حقونو د فعالانو په وينا له درېيو کلونو وروسته هم دوى داسې کوم اقدام نه دى کړى چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښځينه زده کوونکو لپاره د ښوونځيو د بيا پرانستلو څرګندونه وکړي.