د طالبانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت د کابل-کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښو په اړه ويلي چې په دغو دوو پېښو کې ۵٢ تنه مړه او ٦۵ نور ټپيان شوي دي.
له دې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى و چې په دغو پېښو کې ۴٦ تنه وژل شوي او ٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
خو دوو خپلواکو سرچینو مخکې آمو ته ویلي وو چې په دغو پېښو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې د دغو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه کړې، چې د دواړو پېښو په اړه پلټنې وکړي، د رامنځته کېدو لامل يې معلوم او د ورته پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
د دواړو ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو څرنګوالى
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کابل-کندهار پر لویه لار دوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو موټرو د ګازو له دوو ټانکرونو سره ټکر وکړ.
دغه دواړه پېښې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې (چهارشنبه د ليندۍ په ٢٨مه) د يادې لويې لارې په اوږدو کې له يو بل څخه د ١۵ کيلومترو په واټن کې رامنځته شوې دي.
خپلواکو سرچینو آمو ته ویلي چې لا هم د دغو پېښو د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.
سرچينو زياته کړې، چې د يادو پېښو په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو زياتوالي د هېواد خلک اندېښمن کړي دي.
د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.