د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی، چې پرون (چهارشنبه، د ليندۍ ۲۸مه) پر غزې د اسراٸیلو په بریدونو کې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول.
په ورته وخت کې، رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالات، د عربي منځګړیتوبونو سره، په غزه کې د ١۴ میاشتنۍ جګړې د بندولو لپاره د اسراٸیلو او حماس ترمنځ د یوې هوکړې په لټه کې دي.
مذاکراتو ته نږدې یوه فلسطیني چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې منځګړیتوب د جوړجاړي په ډیرو مادو کې تشې له منځه وړي او اسرائیلو داسې شرایط وړاندې کړي چې حماس نه دي منلي.
خو دغه فلسطیني چارواکي، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، د هوکړې مادې او د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اختلاف په اړه نور وضاحت نه دى ورکړى.
له بل پلوه د مصر په پلازمېنه قاهره کې خبرو ته نږدې سرچینو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند او د اسراٸیلي یرغمل شوو او فلسطیني بندیانو د خلاصون په اړه هوکړه لاسلیک شي.
سرچینې په داسې حال کې د اوربند په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، چې په غزه کې د ډاکټرانو په وینا پرون د اسراٸيلو په هوايي برید کې د شمالي ښار بیت لاهیه په یوه کور کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او په جلا جلا بریدونو کې د غزې ښار په مرکزي سیمو کې د نصيرات پنډغالي په ګډون او د مصر پولې ته څېرمه د رفح په ښار کې شپږ تنه وژل شوي دي.
ډاکټرانو ويلي د غزې د تړانګې په شمال کې په بیت حانون کې په یوه کور د هوایي برید په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د اسرائيلو د پوځ وياند تر اوسه د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
خو په غزه کې ډاکټرانو د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په جبالیه کې پر یوه کور د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې اسراٸیلي ځواکونو د اکتوبر میاشتې راهیسې د بیت حنون او بیت لاهیه په ښارونو او همدارنګه د جبالیه پنډغالي ته نږدې پوځي عملیات پیل کړي دي. د اسرائیلي پوځ په وینا دغه عملیات د حماس د وسله والو د بیا تنظيمېدو د مخنیوي په موخه ترسره کیږي.
خو فلسطینیان پر اسراٸيل تور لګوي چې د «توکمیز پاکولو» اقدامات ترسره کوي ترڅو د سیمې شمالي برخې خالي او خاٸل سيمه رامینځته کړي چ چې اسراٸیل رد وي.