د هېواد په سوېل ختيځ کې په خوست او پکتيا ولايتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند منيب ځدران وايي، له دغو پېښو څخه يوه يې نن له غرمې وروسته په مرکز ګردېز کې د دوو موټرونو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې يو ماشوم مړ او نهه تنم نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په خوست ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د امنيې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ مازديګر يوه بله پېښه د اسمعيل خېلو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې يو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو زياتوالي د هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. د خلکو په خبره، د دغو ترافيکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي اصولو نه مراعتول دي.