افغانستان

غزني کې ترافیکي پېښې له یوه ماشوم ژوند واخيست

انځور له باختر آژانس

په غزني ولايت کې يوې ترافيکي پېښې له يو ماشوم ژوند واخيست او څلور تنه نور يې ټپيان کړل.

د غزني د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند خالد سرحدي وايي، دا پېښه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دغه پېښه له يوه ټونس موټر سره د زرنج د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا په غزني ولايت کې په تېره يوه اوونۍ کې پنځمه ترافيکي پېښه ده، چې مرګ-ژوبله اړوي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ترافیکي پېښې پرله پسې ګڼو کسانو ته مرګ-ژوبله اړوي.

د سړکونو د سمو بنسټونو نشتوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د بې کیفیته موټرو کارول هغه لاملونه دي چې په دې وروستیو کې یې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې کړي دي.

په ورته وخت کې په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو مديريت له دې مخکې د موټر چلوونکو بې احتياطي د دغو پېښو د رامنځته کېدو يو مهم عامل بللي و.