افغانستان

اروپايي ټولنې د هېواد له داخلي بې ځایه شویو او کډوالو خپل ملاتړ اعلان کړ

عکس له آرشیف

اروپايي ټولنې د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې د داخلي بې ځایه شویو او افغان کډوالو ملاتړ کوي.

دې اتحادیې پر اېکس لیکلي چې د ښوونې او روزنې پروګرامونو، د کارموندنې او اقتصادي ملاتړ په برخه کې د مرستې له لارې، د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو لپاره په ټولنه کې د یوځای کېدو زمینه برابروي.

اروپایی اتحادیه وایی: «هر سړی د یو خوندي او ډاډمن کور مستحق دی.»

د افغانستان څخه د کډوالۍ احصایې

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سوریې وروسته په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات کډوال لري.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې څخه ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغان کډوال د کاري فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل ګڼي.

له بشري حقونو څخه سرغړونه، د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي او تحصیلي امکاناتو نشتوالی، د بې وزلۍ زیاتوالی، ګواښونه او خپلسري نیول د هېواد د اتباعو د کډوالۍ د نورو عواملو په توګه يادېږي.