افغانستان

سویډن: په افغانستان کې د هيله مندۍ نښې «کمې» دي

د کابل ښار، انځور له رويټرز

د سويډن حکومت له افغانستان سره د سويډن د تعامل په اړه د دغه هېواد د څو اړخېزو څېړنيزو کمېسيونونو د رايور لنډيز خپور کړى او ويلي يې دي، چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې د هيله مندۍ نښې «کمې» دي.

د دغه هېواد حکومت د «تجربو او درسونو» تر سرلیک لاندې د دغه راپور د یوه لنډیز په خپرولو سره وویل: افغانستان اوس د پخوا په شان د نړیوالو د پراخې پاملرنې موضوع نه ده.

د سویډن د حکومت په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «جدي» دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د نړۍ په نورو برخو کې نور نړیوالو بحرانونو او شخړو د نړیوالو پام ځانته اړولی او لومړیتوب دى.

راپور وايي، په زرګونو سویډنیانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کار کړی، چې اکثره یې په «خطرناکو او ننګونکو» شرایطو کې دي. د دغه هېواد شپږ اتباع په دغه هېواد کې له خپلو دوو سيمه ييزو افغان ژباړونکو سره په داسې حال کې ووژل شول، چې د سويډن يا نړيوالو موسسو کې په خدمت بوخت وو.

په نړیواله کچه د افغانستان څنډې ته کېدو لاملونه

په داسې حال کې چې سویډن په نړیوالو بحثونو کې د افغانستان د څنډې ته کېدو په اړه خبرې کوي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه جمهوري نظام چې د هیواد د وګړو د ارادې پر بنسټ جوړ شوی و، سقوط وکړ او طالبانو بېرته پر افغانستان واک ترلاسه کړ.

طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته د هېوادوالو، په تېره بیا د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو سخت بندیزونه ولګول، چې په کې د هغوی د زده کړې حق هم شامل وو.

طالبانو د خپلې نوې واکمنۍ د څه باندې یو کال په موده کې تر ۷۰ ډېر فرمانونه، لارښوونې او قوانین صادر کړل چې د هېواد د اتباعو آزادي او اساسي حقونه یې محدودوي.

د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د نړۍ ډېرو هېوادونو له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او په کابل کې یې خپل سفارتونه تړلي دي.

د طالبانو د واکمنۍ د درېيو کالو په تېرېدو سره نړۍ لا هم دوی په رسمیت نه دي پېژندلي او په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازولۍ څوکۍ د دغه سازمان د یوه ټاکل شوي مشر له خوا اداره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته ملګرو ملتونو د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رايې ورکولو حق وځنډاوه او لامل يې د دغه هېواد د غړيتوب د فيس نه ورکول په ياد کړل.