د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې به په راتلونکي کال کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دا شمېرې په راتلونکي کال کې د ٨٠٠ زرو څخه ډیر خلکو کمښت چې بشري مرستو ته اړتیا لري ښیي. دغه سازمان مخکې ویلي و چې سږ کال په هېواد کې ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
خو تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې سږ کال په هېواد کې ۱۲،۴ میلیونه تنه د خوراکي توکو د ناخوندیتوب سره مخ دي. راتلونکی کال، اوچا وايي، ١۴.٨ ملیون تنه به د خوراکي توکو د «حاد نا خوندیتوب» په کچه وي، چې ٢.۴ ميلیونه زیاتوالى ښيي.
د اوچا په وروستي خپور شوي راپور کې راغلي چې تر ٢٠٢۵ پورې به ١۴.٣ ميلیونه خلک روغتیایی پاملرنې ته محدود لاسرسی ولري او ٧.٨ ميلیونه ښځې او ماشومان به خوراکي توکو مرستې ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي وو چې سږ کال ۹،۲ میلیونه ماشومان او ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري او د اوچا راپور په راتلونکي کال کې ۱.۴ میلیونه زیاتوالی ښيي.
په راتلونکي کال کې پر بشري مرستو د طالبانو د محدودیتونو اغېز
د اوچا راپور وايي، «افغان وګړي د برحاله چارواكو (طالبانو) لخوا حقونو پورې اړوند مخ په زیاتېدونکي وضع شوي محدودیتونو سره مخ دي، چې د ټولو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او نورو زیان منونکو ډلو لپاره د خوندیتوب په برخه خطرونه زیاتوي.»
اوچا وايي، چې په راتلونکي کال کې به بېکاري، کورني پورونه او بې وزلي په پراخه کچه دوام ولري او د هېواد نږدې نيمايي نفوس به اغېزمن کړي، چې تر ټولو زيات به د کورنيو ښځينه مشرانې وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاتوي، چې ستونزمن اقتصادي وضعیت، د دوامدارې پراختیا په برخه کې تشې، د ژوند محدود فرصتونه او د روغتیا او پوهنې کمزوري جوړښتونه د افغانستان د اړمنو وګړو د هوساینې مخه ډب کړې او په هېواد کې یې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.
له بلې خوا دغه سازمان وايي چې د راتلونکي کال لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل به پر لومړنیو خدمتونو او سیمه ییزو سرچينو ډیر دروند بار واچوي چې له اړو کسانو سره د چلند بهیر به اغېزمن کړي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د هوا د تودوخې له ګرمېدو سره به موسمي ننګونې او د اقلیم بدلون په افغانستان کې وچکالي زیاته کړي.
په ورته وخت کې، اوچا وايي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې پلان لري چې په ٢٠٢۵ کې ١٦،٨ ميلیون خلکو ته مرستې ورسوي او د دې لپاره ٢.۴٢ ميلیارده ډالرو ته اړتیا ده.