د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی، چې د سه شنبې په ورځ (د ليندۍ ۲۷مه) د غزې د تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په «پراخه» بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل شول.
د رویټرز د راپور له مخې، په غزه کې ډاکټرانو ویلي چې د دراج ښار په څنډه کې د استوګنې پر یوه کور د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي چې د دغه کور ودانۍ او د هغه ګاونډي کورونه یې ویجاړ کړي دي.
په عین حال کې د بين لاهيه ښار په یوه برخه کې چې د اکتوبر له لومړیو راهیسې د اسرائیلو د پوځ له خوا کلابنده وه، په یوه بل برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او د یو شمېرنورو جسدونه لادرکه دي.
له بلې خوا په دغه راپور کې ویل شوی دی چې د غزې د ښار په نورو سیمو او بیت لاهيه کې په جلا جلا بريدونو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوی دی.
دغه خبري آژانس وايي چې ژغورونکي په دغو بريدونوکې د اوښتو زيانونو د تاييد لپاره ځاى ته نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې ځايي اوسېدونکي وايي، اسرائیلي ټانکونه د مدیترانې په سواحلو کې د بشري مرستو په سیمه کې پرمختګ کوي، چې له امله یې بې ځایه شوې کورنۍ بېرته تیښتې ته اړباسي.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې یې د «حماس د وسلو یو ګودام» ویجاړ کړی دی.
د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حماس د وسلو دغه ګودام د سنائپر اډې په توګه کار کاوه او په سیمه کې د هغو ځواکونو لپاره سمدستي ګواښ ګڼل کېده.
د اسراٸیلو پوځ ادعا وکړه چې په بریدونو کې د «کره وسلو کارولو، هوايي څارنې او اضافي استخباراتو» په ګډون د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره اقدامات ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځايي اوسېدونکي وايي، چې د غزې په سوېل کې له مصر سره پولې ته څېرمه په رفح کې، اسرائيلي ټانکونو د ماواسي په لوېديځه سيمه کې تر ژوره فشار لاندې نېولې، چې له امله يې لسګونه کورنۍ د خان يونس شمال لور ته کډه شوې دي.