نړۍ

اوکراین په مسکو کې د روسیې د اټومي ساتنې ځواکونو د مشر د وژنې پړه پر غاړه واخیسته

اېګور کریلوف، انځور له اسوشېټېډ پرېس

د اوکراین د استخباراتو ادارې (اېس بي يو) یوې سرچینې رویټرز ته تایید کړې چې د روسیې د اټومي ساتنې ځواکونو مشر جنرال اېګور کریلوف د مسکو په څنډه کې د دې سازمان د کارکوونکو له خوا ووژل شو.

دغه سرچینې چې نوم یې نه دی خپور شوی، ویلي: «د روسیې فدراسیون د اټومي ساتنې ځواکونو د مشر وژنه د اوکراین د استخباراتي ادارې کار دی.»

د اوکراین استخباراتي سرچینې زیاته کړه چې د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټرسایکل د مسکو په ریازانسکي سړک کې د یوې ودانۍ څخه د وتلو په وخت کې وچاودېد، کریلوف او د هغه مرستیال دواړه يې ووژل.

تر دې مخکې د روسیې د څېړنو کمېټې چې د جدي جرمونو په اړه تحقیقات کوي، د سه شنبې په ورځ (ليندۍ ٢٧) وویل: «جنرال اېګور کریلوف چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي محافظتي ځواکونو مشر و، له خپل همکار سره د یوه اپارتمان له ودانۍ بهر د مسکو په څنډه کې ووژل شول.»

د يادولو وړ ده، چې کییف تر دې مخکې د روسیې د اټومي ساتنې د ځواکونو مشر د اوکرایني ځواکونو پر ضد د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړی و.

د برید څرنګوالى

د برید یوه ناتایید شوې ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، دوه سړي ښیې چې له ودانۍ څخه پر موټرسايکل د سپرېدو په حال کې دي، په داسې حال کې چې دوه سړي په سړک کې پاتې شول یوه لویه چاودنه وشوه.

رویټرز وايي چې دوى نشي کولی په خپلواکه توګه دا ویډیو تایید کړي.

جنرال کریلوف ۵۴ کلن او د روسیې د پوځ یو له لوړ پوړو افسرانو څخه و، چې د اوکراین له خوا په دغه هېواد کې دننه ووژل شو.

احتمال لري چې د هغه وژنه روسي چارواکي دې ته وهڅوي چې د لوړ پوړو پوځي چارواکو لپاره امنیتي تدابيرو باندې بیاکتنه وکړي.

دا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د اوکرایني استخباراتو له خوا د یوه روسي چارواکي د ترور تر ټولو لوړه کچه ده.