افغانستان

جاپان له افغانستان سره د ۲۷.۵ میلیونه اضافي بشري مرستو اعلان وکړ

په افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې د زیانمنو شویو خلکو بیړنیو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ۲۷.۵ میلیونه ډالره اضافي بشري مرستې ځانګړې کړې دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن سه شنبه خپره شوه، ویل شوي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو او بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.

د جاپان سفارت په دې خبرپاڼه کې زياته کړې: «موږ هيله من يو چې دغه مرستې به د زيانمنو افغانانو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.»

دغه راز ټینګار شوی چې دغه مرستې به د نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو سازمان او د جاپان د نادولتي موسسو له لارې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسېږي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، له ۱۴۰۰ کال راهیسې د دغې نوې ژمنې سره له افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې له ۵۰۵ میلیونو ډالرو واوښتې.

په ورته وخت کې افغانستان د بې وزلۍ د زیاتوالي، د خوراکي توکو د ناخوندیتوب او د عامه خدمتونو د له منځه تللو په څېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او میلیونونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتیا لري. نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د بشري مرستو دوام اړین دی.