د امریکا د استازو جرګې یوې جمهوري غوښتونکې غړې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره د بایډن د ادارې مرستې «شرم وړ» او «غميزه» بللې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن له داسې یوه هېواد سره مرسته کوي، چې د «ترهګريز سازمان» له خوا اداره کېږي.
د کانګرېس د جمهوري غوښتونکو غړې کلوډیا ټني وايي، چې امریکا تر اوسه له افغانستان سره ۲۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. د هغې په وینا یو هېواد چې اغېزمن قانون او حكومتولي نلري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته د واک د سپارلو په درشل کې د بایډن اداره له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام له امله د منتقدینو تر سخت فشار لاندې ده. د امریکا د ځانګړي مفتش له خوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې ښايي طالبان او افراطي ډلې له دې مرستو ګټه پورته کړي.
کلوډیا ټني د امریکا د بشري مرستو پر تګلارې د نیوکې ترڅنګ وویل: «موږ ولې افغانستان ته لومړیتوب ورکوو؟ هغه هېواد چې د طالبانو – یو ترهګریز سازمان لخوا اداره کیږي. زما یو موکل له دلیل پرته د دویم کال لپاره په ناحقه زنداني شوی دی. دا یوازې د بایډن ادارې حماقت ښیې. موږ څنګه کولی شو ترهګر سازمانونو او غیرقانوني دولتونو ته د خپلو خلکو په پرتله لومړیتوب ورکړو چې په شمالي کارولینا کې رنځ وړي؟ زه فکر کوم چې دا یوه تراژیدي ده.»
له بشري مرستو د طالبانو ناوړه ګټه اخيستنه
د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته د رسېدو راهیسې، امریکا له افغانستان سره تر ۳ میلیارد ډالرو ډېرې بشري مرستې کړې او لا هم له افغانستان سره د تر ټولو لوی مرستندویه په توګه پېژندل کېږي.
د امریکا د ځانګړي مفتش د چنګاښ میاشتې په راپور کې ویل شوي چې ښايي په افغانستان کې افراطي ډلې له دغو مرستو ګټه واخلي. همدا راز طالبانو د امریکا له ۲۹۳ میلیونه ډالرو بشري مرستو څخه هم ګټه پورته کړې ده.
د هېواد اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې وزلي په بې ساري ډول زياته شوې او نړيوالې مرستې رښتنو اړمنو ته نه رسېږي. يو شمېر ښاريان پر طالبانو او مرستندويه موسسو نيوکه کوي او وايي چې دغه مرستې په غير شفاف ډول وېشل کېږي.
د بادغيس يوې ښځې وويل: «زه د اخيستلو او خوړلو لپاره څه نه لرم.خلک راځي، عکسونه اخلي او وايي چې سروې کوو، خو تر اوسه مو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.»
عبدالله چې د کابل ښار یو تن اوسیدونکی دی هم وايي : «په خدای قسم، زه یو څلوېښت ورځنی ماشوم او دوه نور ماشومان لرم. زه د ژمي لپاره پیسې نه لرم او آن د بیکارۍ څخه د تودوخې لپاره يوه صندلۍ کاروو.»
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د ژمي موسم نږدې کیږي، ډیری کورنۍ باید د خواړو او تودوخې ترمنځ انتخاب وکړي.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال په مشرۍ د تلې د میاشتې ۱۴۰۲ راپور ښيي چې طالبان نړیوالو مرستو ته د لاسرسي لپاره جعلي بنسټونه جوړوي او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته خپل کسان لیږدوي.
مایکل مک کال ویلي چې اوس تر بل هر وخت زیات طالبان د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو ګټه اخلي.