طالبانو اعلان کړی چې د دوی د مشر هبت الله آخندزاده په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د هغو «ناخوښو او ډېر مصرف لرونکو » دودونو چې د شريعت خلاف ګڼل کېږي د پېژندلو او مخنیوي لپاره یو طرحه تصویب کړه.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن (سه شنبه) خپره شوې، ټاکل شوې چې د چارو د ادارې، د حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او د طالبانو د ديني بنسټونو د استازو لکه د افغانستان د علماوو شورا او د فقهې شورا په ګډون يو پلاوى کابل ته ولاړ شي څو په ټول هېواد کې دغه دودونه وپېژني.
طالبانو ویلي، چې دغه دودونه بې ځایه لګښتونو ته لار هواروي او دغه پلاوى مکلف دی، چې د دغو دودونو د مخنیوي لپاره حل لارې پیدا کړي او پایلې یې د طالبانو مشرتابه ته راپور کړي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد د وګړو پر ازادۍ او حقونو سخت محدودیتونه او بنديزونه وضع کړي دي.
د نوروز نمانځل، چې د هېواد یو له پخوانیو دودونو او رواجونو څخه دی، چې د طالبانو لخوا منع شوى دى. همدارنګه د تفریح ځايونو، پارکونو او زیارتونو ته د کورنیو تګ د نورو مواردو له جملې څخه دی چې طالبانو په ځینو ځایونو کې په بشپړ ډول منع کړي او يا يې محدود کړي دي.
د طالبانو د مشر نورې پرېکړې
طالبانو په دې غونډه کې پر ټولنیزو دودونو د تمرکز ترڅنګ د اقتصادي او صنعتي پرمختګ په اړه هم پرېکړې وکړې:
د استوګنې او سوداګریزو موخو لپاره د دولتي ځمکو ځانګړي کول
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ښار جوړونې، عدلیې، کرنې او اوبو لګولو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د کابل ښاروالۍ د ادارې یو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د ښاري پلان له مخې د استوګنې او سوداګرۍ لپاره د ځانګړو اصولو سره سم خلکو ته د امارت (دولتي) ځمکې وسپاري.
د صنعتي پراختیا لپاره د ځمکې ځانګړې کول
د دې پرېکړې له مخې به په کابل کې ۸ زره جریبه او په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې هر یو ۲۰ زره جریبه د صنعتي سیمو د جوړولو او د کانونو د پروسس لپاره ځانګړې شي.
په کندز ولایت کې به لس زره جریبه ځمکه د صنعتي زون د جوړولو لپاره ځانګړې شي. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ١٠٠٠ جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې ده.
خصوصي سکټور ته د لویو لارو د ځمکو ځانګړې کول
د دې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو اقتصادي کمېسیون ته دنده ورکړل شوې چې د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې خصوصي سکتور ته وسپاري چې د جوماتونو او عنعنوي تاسیساتو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د دې پرېکړې له مخې به پر دغو ځمکو د نارینه او ښځو لپاره جوماتونه، د اودس کولو ځایونه، د ګازو تمځايونه او هوټلونه جوړېږي، چې د طالبانو په وینا د مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ به ورته د کار زمینه هم برابره شي.
د حاجي ګک د اوسپنې کان
طالبانو ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د دوی تر ادارې لاندې ملي پرمختیايي شرکت اړ دي چې د خصوصي سکتور په همکارۍ د حاجي ګک د اوسپنې د استخراج پلان چمتو کړي او د تصویب لپاره یې د طالبانو مشرتابه ته وسپاري.
د منع شوي توکو او خوراکي توکو د قاچاق سره مقابله
په دې ناسته کې د قاچاق پر مخنیوي هم ټینګار شوی دی.
د طالبانو د پرېکړې پر بنسټ باید د اجازې او ممنوع توکو نوملړ چمتو او د تصویب لپاره د طالبانو مشرتابه ته واستول شي.
په پرېکړه لیک کې دغه راز ویل شوي، چې د اوسپنې د قاچاق په صورت کې به یې خاوند له ۶ میاشتو تر ۲ کلونو بند او بار وړونکی موټر به د ۲ میاشتو لپاره توقيف شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونه او د ښاروالۍ له عمومي ریاست څخه غوښتل شوي چې د نشه یي توکو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او د تصویب لپاره یې وړاندې کړي.
د انسان د ویښتو سوځولو سره مقابله
د طالبانو مشر همدا راز امر کړی، چې د انسان د ویښتانو د ضبط په صورت کې دې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو مشرتابه ته لازمې طرحې وړاندې کړي او د پرېکړې له ترلاسه کولو وروسته به په ټولو ولایتونو کې لازم اقدامات ترسره شي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي، چې د هېواد له کانونو ترلاسه شوي عواید به څنګه ولګوي.