افغانستان

طالبانو په پروان کې دوه ښځې او درې نارینه په درو ووهل

عکس اله آرشیف

په پروان ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو له جسمي مجازاتو په دوام، دوه ښځې او درې نارینه د «زنا او نامشروع اړیکو» په تور په درو ووهل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کسان د چاریکار ښار په لوبغالي کې له ۳۰ تر ۳۹ درو ووهل.

د دغې خبرپاڼې له مخې طالبانو دغه کسان له دوو تر شپږو کلونو بند هم محکوم کړي دي.

طالبان وايي، چې د دغو دوو ښځو او درېيو نارينه وو د مجازاتو پر مهال د دوى سيمه ييز قضايي چارواکي، د پروان والي، په دغه ولايت کې د دوى تر ادارې لاندې د بېلابېلو سيمه ييزو ادارو مسوولين او همدا راز ځايي اوسېدونکي حاضر وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سزا د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې له تاييد وروسته پر دغو کسانو پلي شوې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو لخوا د درو وهلو احصایې

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې طالبانو د دغو پنځو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د ٢٢ ښځو په ګډون ١۴۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهلو او نورو جسمي مجازات له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه دغه اقدامات له بشري حقونو او انساني کرامت څخه سرغړونه بولي او د دغو مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.