د آمو د ساحوي څیړنې موندنې ښیي، تر هغې چې په افغانستان کې اقتصادي بې وزلۍ او وزګارتیا ته جدي پاملرنه ونه شي، د افغاني ټولنې لپاره به ستونزمنه وي چې د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د شبکو په وړاندې د ګړې مبارزه لپاره ودریږي.
د دې ساحوي څیړنې ۱۴.۳ سلنه ګډونوالو چې په اوو ولایتونو کې له ۳۵ کسانو سره ترسره شوې، ویلي، دوی د انساني قاچاق له شبکو او ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې په موخه په خپلو استوګنځایونو کې د ولسي بنسټونو د فعالیتونو شاهدان دي.
د دې راپور په دوام کې د هغو کسانو په لټه ورغلو چې په ولسي هڅو سره په یو ډول د غیر قانوني کډوالۍ په لاره له تګ واوښتل.
آمو په اوو ولایتونو کې د یوې ساحوي څیړنې په ترڅ کې، د نارینه او ښځینوو په ګډون له ۳۵ کسانو څخه چې هر یو یې د ناقانونه کډوالۍ تجربه درلوده، په دې اړه وپوښتل.دا ساحوي څیړنه په اوو ولایتونو کې د نارینه او ښځینوو په ګډون په ۳۵ کسانو ترسره شوې.
دا څېړنه په فراه، جوزجان، فاریاب، پروان، دایکندي، ولایتونو کې ترسره شوې ده.
په سلو کې ۶۲.۸ مرکه کوونکو ویلي، تر څو چې په افغانستان کې اقتصادي بې وزلۍ او بېکارۍ ته پام ونه شي، د ټولنې لپاره به ستونزمنه وي چې د انساني قاچاق د شبکو د فعالیتونو او ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
که څه هم ۵.۸ سلنه نورو ویلي، افغان ټولنه د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ له امله د پرلپسې قربانیو په پام کې نیولو سره، د دغو دوو پدیدو پر وړاندې مبارزې ته چمتو ده.
- ۳۱.۴ سلنه مرکه کوونکو دې پوښتنې ته مشخص ځواب نه دی ورکړی.
په سلو کې ۷۷.۱ سلنه مرکه کونکي ټینګار کوي چې د دوی د اوسیدو په ځای کې اوس مهال «د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځانګړو ولسي او مدني بنسټونو د فعالیت شاهدتن نه دي.» خو ۱۴.۳ سلنه وايي، دوی په دې برخه کې د ځینو ولسي او په ځانګړې توګه د سیمې د مشرانو لخوا د فعالیتونو شاهدان دي. ۸.۶ سلنو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
دا راپور د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې په برخه کې د ولسي او مدني بنسټونو د رول او اغیزمنتوب په اړه ځانګړی شوی دی په دې کې د نړیوالو بنسټونو او د دوی تر پوښښ لاندې د نورو بنسټونو فعالیتونه چې په افغانستان کې د کډوالۍ او د انساني قاچاق او ورته قضیو سره د مبارزې په برخه کې فعال دي، شامل نه دي.
د دغې څېړنې ترڅنګ، د دې راپور په دوام د هغو کسانو په لټه ورغلو، چې ولسي هڅو یا خلکو کیسو په یو ډول د غیرقانوني کډوالۍ په لاره د دوی د تګ مخه ونیوله. د امنیتي دلایلو له امله، مرکه کونکو وغوښتل چې په مستعار نوم خبرې وکړي او مخونه یې پټ شي.
ستاره او کورنۍ یې د ناقانونه کډوالۍ لپاره د خپل بار او بسترې په تړلو بوخت وو او همدارنګه د سفر د پیسو چمتو کولو لپاره یې د کور ځینې توکي هم پلورلي وو چې د یو پیژندګلو کیسه چې د ناقانونه کډوالۍ ترخه تجربه یې درلوده ستاره او د نوموړې کورنۍ له دې پریکړې واړوله.
هغې آمو ته وويل:«هغه کیسه چې دوی (ځینې کورنۍ چې د غیرقانوني کډوالۍ تجربه لري) کوي، د هغه ظلم له امله چې په دوی سره شوی و، هلته د کار زمینه د دوی لپاره مساعده نه وه، دوی بیرته افغانستان ته واستول شول. په همدې اساس مو پرېکړه وکړه چې له خپل هېواد څخه په دې شرایطو کې کډوالي ونه کړو او دلته خپل ژوند ته دوام ورکړو.»
ذکي د خپلو ملګرو له خوا وهڅول شو چې د غیرقانوني کډوالۍ له لارې ایران او بیا اروپا ته ولاړ شي، خپلې کورنۍ ته له خبرتیا پرته یې په دې لاره پښه ایښې وه، خو کله چې هرات ته ورسېد، د خپل ورور د ملګرو او کورنۍ په مرسته له دې پرېکړې څخه بېرته راستون شو.
هغه وايی:«هلته یوه ورځ پاتې شو بیا د نیمروز په لاره کې وو چې کور خبر شو د ورور ملګري مې او کورنۍ یې هغوی ته وویل چې داسې ووایه (ستا زوی غواړي کډوالپ وکړي ایران ته په ناقانونه توګه.) راغلل، د موټرو تم ځای ته. ماته یې ډېر نصیحت وکړ. هغوی وویل، موږ به تا نه پریږدو اوس دې عمر کم دی. دا د درس وخت دی، باید زده کړه وکړې، د زده کړې دې یو کال بل پاتې دی. زما د ورور ملګرو ماته ډیر نصیحتونه وکړل، زه روان وم، بیا دوی ډیر وهڅولم. په دې توګه دوی وویل چې زه باید لاړ نه شم.»
اقتصادي ننګونو صابر دې ته اړ کړ چې په غیرقانوني توګه د کډوالۍ لاره خپله کړې خو د دې پرېکړې په وړاندې یې کورنۍ ولاړه وه.
صابرآمو ته وویل:« « ما د اقتصادي ستونزو له امله پرېکړه کړې وه او غوښتل مې چې ایران ته ولاړ شم، خو کورنۍ، مور او پلار، کاکا او ماما مې له سفر راضي نه وه، ځکه چې دوی په ټولنیزو شبکو کې تلویزیون او راډیو تعقیبوله، زموږ ډېر هېوادوال د یونان سمندر په اوبو کې ډوب شول، د ترکیې په پوله کې په مرمیو وویشتل شول او ایران ته په لاره کې ووهل شول، یا به رسیدل یا نه رسېدل، د همدغو ستونزو له امله زما کورنۍ ماته د تګ اجازه نه راکوله او ما خپله پریکړه پریښوده او ومې غوښتل چې د قاچاق له لارې سفر ونه کړم.» پر دې سربېره یو شمېر نور بیا ټینګار کوي چې د غیرقانوني کډوالۍ ستونزې د دې لامل شوي چې دوی نور د کډوالۍ پرېکړه ونه کړي
.
غلام حيدر چې د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزو ترخه تجربه لري، وايي چې دغه ستونزې يې د دې لامل شوي چې بيا هیڅکله د غیرقانوني کډوالۍ په اړه فکر ونه کړي.
غلام حیدر آموته وویل: «په ایران کې د کډوالۍ په دوره کې له سختو کارونو وروسته په ۱۳۸۲ کال کې له نېکه مرغه افغانستان ته راستون شوم او له هغه وروسته مو دا درس واخیست چې که ووژل هم شم، بیا به ایران ته نه ځم، ځکه ډېر ځورول شوی وم. او زه به بیا ایران ته لاړ نه شم.»
حسینه هم د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزو ترخه تجربه هم لري، هغه ټینګار کوي چې که څه هم موخه یې د فرصت لاسته راوړل دي خو د غیر قانوني کډوالۍ په لاره کې له ستونزو پرته بل څه نشته، له همدې امله یې وروڼو اجازه ورنه کړه چې بیا کډواله شي.
حسینه وايي:« ما پلان درلود چې بیا ایران ته کډواله شم، ځکه چې هلته ارزاني وه، د هغوی پیسې د دوی لپاره ارزښتمنې وې، ښځه کولی شي په کار کولو سره خپل ځان او د خپلو ماشومانو ملاتړ وکړي، هلته کار و، ډیر څه وو. دلته د ښځو لپاره کار نشته. خو زموږ خپلوانو او وروڼو زما مخه ونیوله. هغوی وویل چې مه ځه؛ مهاجرت مه کوه. دوی وویل، یو ځل د کډوالۍ بده تجربه هو لرئ. نوره اړ شوم چې لاړه نشم. ما د قاچاق وړونکي پیسې هم نه درلودې. قاچاق وړونکي هر یو اوه میلیونه اخلي.»
جواد هم د غیرقانوني کډوالۍ د سختو ستونزو تجربه لري، هغه وايي خوښ دی چې اوس د غیرقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د خلکو هڅې روانې دي.
هغه وايي:« موږ ټول په ځینو ټولنیزو شبکو کې ګورو، دوی د سخت کار په اړه وايي، دوی وايي د غیرقانوني کډوالۍ لاره مه خپلوئ، مه ځئ چې په خپل هیواد کې اوسو، دا غوره ده چې خپل هیواد جوړ کړو، نه بهرنی هیواد.»
د هغو کسانو په وینا چې د غیرقانوني کډوالۍ تجربه لري، په هیواد کې اقتصادي ننګونو او وزګارتیا د انساني قاچاق شبکو ته د لوړ عاید زمینه برابره کړې، خو دا هغه کسان دي چې د غیرقانوني کډوالۍ له امله د دغو شبکو په جال کې ګیر دي دوی له اجباري کار څخه نیولې بیا د انسان تښتوونکو تر زندان او لسګونه نورې ننګونې تجربه کوي.
د دوی په وینا د کاري فرصتونو د ښه کولو، د مدني او ټولنیزو بنسټونو د رامنځته کولو او همدارنګه د انساني قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ، اجباري ودونو او اجباري کار په اړه د خلکو د پوهاوي په برخه کې د هڅو پیاوړتیا کولای شي د انساني قاچاق د شبکو له فعالیتونو سره په مبارزه کې او غیر قانوني کډوالۍ سره مرسته کوي.