نړۍ

د روسیې د اټومي ساتنې د ځواکونو مشر په مسکو کې په یوه چاودنه کې ووژل شو

په مسکو کې د چاودنې د ځای انځور

د روسیې د څېړنو کمېټې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د اټومي ساتنې د ځواکونو مشر په مسکو کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د رویټرز په وینا، بم په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و او د مسکو د ریازانسکي ولسوالۍ په یوه سړک کې له یوې ودانۍ بهر د روسیې جګپوړی جنرال په نښه کړى و.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې ياد روسى جنرال اېګور کریلوف نومېده او د دغه هېواد د اټمي، بیولوژیکی او کیمیاوي ساتنې ځواکونو مشر و.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي: «د روسیې د فدراسیون د وسله والو ځواکونو د اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي ساتنې د ځواکونو مشر اېګور کریلوف او د هغه مرستیال (په دې چاودنه کې) وژل شوي دي.»

د روسیې په ټېلېګرام پاڼو کې خپاره شوي عکسونه يوه ودانۍ ښیي چې له کثافاتو ډک او دوه جسدونه په وینو کې په واورو کې پراته دي.

د يادولو وړ ده، چې د روسیې د اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي پروګرامونو د ساتنې ځواکونه ځانګړي ځواکونه دي چې د راډیو اکټیف، کیمیاوي او بیولوژیکي ککړتيا تر شرایطو لاندې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کییف انډپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین امنیت ادارې ویلي چې د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۶) اوکرایني څارنوالانو کریلوف په په غيابي ډول په اوکراین کې د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو په تور تورن کړ.

خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي.