افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې ١۵ ميلیونه خلک نه پوهیږد چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي

په افغانستان کې د یوې اړمنې کورنۍ انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۱۵ ميليونه وګړي نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه ځاى لاسته راوړي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ ملیون ډالرو ته»بېړنۍ اړتیا لري«.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام د اکټوبر په ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي چې د له نومبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د څه باندې ۶ میلیونو وګړو د ساتنې لپاره خپلې ژمنۍ مرستې پیل کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې له دې جملې څخه ۱،۵ میلیونه کسان د بدخشان، بامیان، غور او دایکندي په صعب العبور سیمو کې ژوند کوي او له ۶۲ زره مترو څخه ډېر لوړوالی لري.

په افغانستان کې بشري وضعیت

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي وو چې سخت ژمي په افغانستان کې د کورنیو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.

دغه سازمان په خپل مخکني راپور کې ویلي: «ملیونونه کورنۍ له کافي خوراکي توکو پرته د ژمي له یخنۍ سره مخ دي او ډیری یې د خپلو ماشومانو د تغذیې او یا د تود ساتلو تر منځ له یوه ناشوني انتخاب سره مخ دي.»

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي وو، چې په هېواد کې ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹،۲ میلیونه یې ماشومان دي.

اوچا د روان هجري لمریز کال د غويي د اتمې نېټې په راپور کې ویلي دي چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او آزادیو محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دي چې په افغانستان کې یې د بشري وضعیت د ښه والي مخه نیولې ده.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د روانې میاشتې په سر کې په خپلو راپورونو کې ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دی.

دغه سازمان مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په «حاد»  کچه کې دي.