په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له نسکورېدو او له دمشق څخه د هغه له تېښتې وروسته په دغه هېواد کې یو قبر موندل شوی، چې لږ تر لږه سل زره جسدونه په کې خښ شوي دي.
په امریکا کې د سوریې د مدافعې ادارې مشر معز مصطفی د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۶) رویټرز ته وویل چې دغه ډله ییز قبر له دمشق بهر موقعيت لري او دا کسان د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد له خوا وژل شوي دي.
ښاغلي مصطفی چې اوس په سوریه کې دی له یاد خبري اژانس سره په یوه ټېلېفوني اړیکه کې زیاته کړه چې دغه ډله ييز قبر د سوریې د پلازمېنې دمشق شمال ته په څلوېښت کیلومترۍ کې د القتيفه په سیمه کې موندل شوی او یو له هغو پنځو قبرونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې پېژندل شوي دي.
هغه وايي: «ه دې ځای کې د ښخ شویو جسدونو د شمېر له پلوه سل زره خورا محافظه کار اټکل دی. دا یو ډیر، تقریبا غیر عادلانه محافظه کارانه اټکل دی.»
معز مصطفی ویلي دي چې دی ډاډه دی چې له دغو پنځو ځایونو څخه ډیر ډله يیز قبرونه شتون لري او د سوریې په قربانیانو کې امریکايي، برېټانيوي او نور بهرني اتباع شامل دي.
خو رویټرز وايي د ښاغلي مصطفی دا ادعا نه شي تاییدولی.
د راپور له مخې، له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د بشارالاسد د واکمنۍ پر ضد لاريونونم په کورنۍ جګړه بدل شول، چې په سلګونو زره سوري وګړي پکې ووژل شول.
پر بشارالاسد او پلار یې حافظ الاسد چې له هغه مخکې یې په ۲۰۰۰ کال کې د سوریې ولسمشر شو، د سوریې د خلکو، د بشري حقونو ډلو او نورو حکومتونو له خوا د دغه هېواد په بدنام زندان کې د ډله ییزو اعدامونو په ګډون د پراخو بې عدالتي وژنو تورونه لګول شوي دي.
خو بشارالاسد په کراتو د خپل حکومت له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه رد کړي او خپل مخالفین یې د افراطیانو په توګه اعلان کړي دي.