د ویسکانسن ایالت په میډېسن کې په یوه ښوونځي کې د یوې ځوانې نجلۍ له خوا د ډزو په پایله کې یو زده کوونکی او یو ښوونکی وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د میډېسن پولیسو ویلي چې بريد کوونکی د ښوونځي زده کوونکې و او په دې ډزو کې یې له ټوپک څخه کار اخیستی دی.
سي اېن اېن او اسوشېټېډ پرېس د سرچینو له په حواله ویلي چې برید کوونکې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وه او پر نورو یې تر ډزو کولو وروسته ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه د دې ډزو لامل نه دی روښانه شوی او د ویسکانسن ایالت د میډېسن پولیسو هم د بریدګرې د نوم، عمر یا جنس او همدارنګه د قربانیانو د هویت له څرګندولو ډډه کړې ده.
دا ډزې په یوه شخصي عیسوي ښوونځي کې شوې چې شاوخوا ۴٠٠ زده کونکي لري چې له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي پورې پکې زده کړې کوي.
د میډېسن د پولیسو مشر شون بارنز په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«دوه زده کونکي چې په ډزو کې ټپیان شوي، ژوند ګواښونکي ټپونه لري. یو ښوونکی او درې نور زده کونکي په ډزو ویشتل شوي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى، او دوه ټپیان له روغتون څخه رخصت شوي دي.»
دغه خبري اژانس وايي، که د دغې ځوانې نجلۍ له خوا دا ډزې تایید شي، څېړنې ښيي چې په امریکا کې یوازې درې سلنه «ډله ییزې» ډزې د ښځو له خوا ترسره کېږي.
تر اوسه د تاوتريخوالي څرګنده انګېزه نه ده معلومه او په ميډېسن کې ځايي چارواکو ويلي چې د ښوونځي په چاپېريال کې دا پېښه رامنځته شوې ده. د پولیسو په وینا د برید کوونکې کورنۍ د پلټنو په حال کې ده.