اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ويلي چې په افغانستان کې د دايمي او ټولګډونه اقتصادي ودې لپاره یې د ۲۲ میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی. له دې پیسو څخه ۱۹.۸ میلیونه یورو د آقا خان بنسټ او آقا خان فرهنګي خدمتونو ته ځانګړې شوې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي په وینا، دا پروګرام به په ورته وخت کې د هیواد د ټولنو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او اوږد مهاله اقتصادي ثبات، شمولیت او مقاومت به پیاوړی کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار وویل، «په افغانستان کې میلیونونه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ښځې په غیر متناسب ډول زیانونه ګالي. دا نوښت د پایښت لرونکي او ټولګډونه اقتصادي ودې ملاتړ کوي او له ټولنو سره مرسته کوي چې په ځان بسیا شي. دا برنامه په ځانګړې توګه د ښځو او زیان منونکو ډلو لکه ځوانانو، راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او بزګرانو لپاره چې د کوکنارو د بندیز له امله اغیزمن شوي، کارموندنې په وده، عایداتو او د تولیداتو په زیاتولو سره معشيت ژوند ته وده ورکوي.»
مېرمن پوهار همداراز د اقلیم له بدلون سره د مقابلې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «دا پروګرام د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د ځيركو ټیکنالوژیو په معرفي کولو او د اقلیم له شاکونو سره د مبارزې په برخه کې د ټولنو سره د مرستې لپاره د چاپیریال ننګونو باندې تمرکز کوي. همدارنګه، اروپایی اتحادیه به د دې نوښت په چوکاټ کې د محلي سپما ډلو له لارې مالیاتو ته لاسرسی پیاوړی کړي.»
دا نوښت چې د «اقتصادي مقاومت، د ښځو پیاوړتیا او په افغانستان کې د کار پیدا کول» په نوم یادیږي، د ۳۶ میاشتو په موده کې به پلي شي.
دا پروژه به په مستقیمه توګه ٣۴زره ٢٠٠ کورنۍ او په غیر مستقیم ډول ٢٩٢زره ۵۴۴ خلک اغېزمن کړي.
د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د دغه پروګرام په مرکز کې ده او تمه کیږي چې ٢٦زره٧٩٣ مېرمنې به په مستقیم ډول د دې پروژې څخه ګټه پورته کړي، پداسې حال کې چې په غير مستقيم ډول به له ١۴٦زه ٢٧٢ نورې مېرمنو څخه ملاتړ وکړي. په مهمو فعالیتونو کې د ښځو په مشرۍ د لبنیاتو پروژې او د هغوی د اقتصادي ګډون د زیاتولو لپاره ځانګړې روزنه شامله ده.
دغه پروژه کلتوري او میراثي سکتورونه هم په نښه او د معیشت فرصتونه برابروي، پداسې حال کې چې د افغانستان بډایه کلتوري تاریخ ساتنه کوي. د مهارتونو د پراختیا پروګرامونه په ځانګړې توګه د ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره به د تاریخي او کلتوري ځایونو په بیا ژوندي کولو تمرکز ولري.
په دغه طرحه کې د چاپیریال ننګونو لپاره نوښتي حلارې شاملې دي لکه د اوبو کمښت سره د مقابلې لپاره د لمریزې برېښنا د اوبولګولو سیسټمونو کارول او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی. همدارنګه، دا نوښت د ٩٢٠ فارمونو په ملاتړ او د ٣٠٠ شنو خونو په جوړولو سره په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
نجم الدین نجم، د آقاخان بنسټ اجراییوي رییس او په افغانستان کې د آقاخان پرمختیایي شبکې همغږي کوونکي وايي: «دا پروژه په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې او د آقاخان پرمختیایي شبکې ترمنځ اوږدمهاله همکاري پیاوړې کوي. موږ په ګډه د زیان منونکو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو لپاره د اقتصادي هوساینې او د معیشت د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوو، او د اقتصادي شاکونو او د اقلیم بدلون په وړاندې مقاومت زیاتوو.»
دا نوښت د محلي سپما ګروپونه هم پراخوي ترڅو مالي شمولیت ته وده ورکړي او د ارزښت سلسه پیاوړي کړي ترڅو محلي تولید کونکي بازارونو سره وصل کړي. د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په ملاتړ، دا پروژه هڅه کوي چې د افغانستان محلي اقتصاد متنوع کړي او دوامداره وده تضمین کړي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د دغه سازمان مرستې له افغانستان سره په ځانګړې توګه د ښځو، لږکیو، داخلي بې ځایه شویو او کډوالو په ګډون له زیانمنو ډلو سره لومړیتوب لري.