د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته څېرمه په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویډیو خپرولو سره ويلي «په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار سرعت، د نوري فایبر انتقال، د اورګاډي پراختیا، ټرانسپورټ او ویزې» د دواړو لورو تر منځ د بحث مهم موضوعات دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وايي: «دواړو لورو هوکړه وکړه چې په کابل او عشق آباد کې به تخنیکي ټیمونه د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د رېل کرښې د پراختیا، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو او د ویزو ورکولو، اقتصادي همکاري او د دې پروژې د پروسې په اړه خپلو غونډو ته دوام ورکوي.»
په ورته وخت کې د اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت له امله په افغانستان کې د ټاپي پروژې د بشپړ تطبیق په اړه لا هم شکونه موجود دي.
د ټاپي پروژه
ټاپي یوه له هغو لسو میلیارد ډالرو له پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. دا پروژه په تېرو درېيو لسیزو کې د ټاپي په پروژه کې د ښکیلو هېوادونو ترمنځ د امنیتي ګواښونو او سیمه ییزو ملحوظاتو له امله نه ده پلې شوې. خو اوس طالبان وايي چې په افغانستان کې يې په «عملي ډول» کار پيل شوى دى.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ټاپي پروژې عملي کېدل به یو خوب پاتې شي. په ورته وخت کې د هند له شتون پرته د ټاپي پروژه د دې پروژې اهمیت کموي.
د ګازو د دې نل لیکې اوږدوالی يو زرو ۸۱۴ کیلومتره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستانه تېرېږي.
د ګازو دغه نل ليکه به په کلني ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت ولري.
په افغانستان کې د دغې پروژې کار له ١٣٩٦ کال راهیسې کوم پرمختګ نه دی کړی.