په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو او د یاغیانو د واک له ټينګښت یوه اونۍ وروسته په دغه هیواد کې کلیساګانې او ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او چارې يې بېرته خپل عادي بهیر ته وګرځېدې.
د رویټرز په وینا عیسویانو د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۲۵مه) په سوریه کې تر بدلون وروسته د لومړي ځل لپاره په خپلو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ.
د دغه خبري آژانس د خبر له مخې تحریر الشام اسلامي ډله، چې تېره اوونۍ په سوریه کې واک ته ورسېده، هڅه کړې چې د سوریې لږکيو ډلو ته ډاډ ورکړي، چې د دوی ژوند له خطر سره نه مخ کېږي.
د يادولو وړ ده، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې په دغه هېواد کې د عیسویانو په ګډون مذهبي لږکیو ډلو په آزاده توګه مذهبي مراسم مخته وړل. خو ځینې نظرونه د یوه اسلامپاله حکومت د احتمال په اړه اندېښمن دي.
د راپور له مخې، د دمشق د باب توما په ګاونډ کې د عیسویانو په ګڼه ګوڼه کې سړکونه د یکشنبې په سهار له کلیسا څخه د راستنېدونکو عبادت کونکو څخه ډک وو. خو ځینې یې له احتیاط هم کار اخلي.
سیمې يو تن اوسېدونکي مها بارسا په ځایی یوناني کاتولیک کلیسا کې په ډله ایزه توګه له ګډون وروسته وویل:«موږ وېره لرو ، موږ لاهم وېره لرو.»
هغه وايي، له هغه راهيسې چې يوه اوونۍ وړاندې د شام التحرير ډلې واک تر لاسه کړ، ډېر لږ له کوره وتلى دى. بارسا زیاتوي چې که څه هم د هغه د اندیښنې د توجیه کولو لپاره هیڅ نه دي شوي. خو هغه زیاته کړه: «مسٸله مبهمه ده.»
د لاذقیه په ساحلي ښار کې د اوږد وخت راهيسې د بشار الاسد مرکز و، د سینټ جورج د یوناني ارتوډوکس کلیسا د شورا منشي، لینا اخرس، د یکشنبې په ورځ وویل چې د هغې تر واکمنۍ لاندې عیسویان د عقیدې د ازادۍ په برخه کې«آرامه» وو . خو دوی یوازې غواړي چې په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي.
هغه وايي: «[د اسد سقوط] ناڅاپه رامنځ ته شو. موږ نه پوهېږو چې څه تمه وکړو. د خدای شکر! “موږ ډیر ډاډ ترلاسه کړ او د تحرير الشام د کمېټې غړي زموږ کشيش سره اړیکه ونيوله.»
اخرس زیاته کړه: «ان شاءالله، موږ به خپل پخواني ژوند ته راستانه شو او په خپل ښکلي سوریه کې به ژوند کوو.»
د يادونې وړ ده چې سوريه د عيسويانو، ارمنيانو، کردانو او شيعه مسلمانانو په ګډون د ګڼو توکمونو او مذهبي لږکيو کور دی. د بشار الاسد کورنۍ د اقلیت علوي مذهب سره تړاو لري، چې د سني اکثریت په سوریه کې د شیعه اسلام یوه څانګه ده.