نړۍ

د جنوبي کوریا پارلمان یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر د استیضاح لپاره رایه ورکړه

یون سوک یول د جنوبي کوریا رئیس جمهور

د جنوبي کوریا دولتي رسنۍ «کى سي اېن اى» خبر ورکړی چې د دغه هېواد پارلمان یو ځل بیا د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د استیضاح لپاره رایه ورکړې ده.

دا د دغه هېواد په پارلمان کې د جنوبي کوریا د ولسمشر د استیضاح دوهمه رایه ده. خو د هغه استیضاح د لیندۍ په ۲۱ د تصویب نه وروسته رد شو.

د جنوبي کوریا پارلمان د یون سوک یول استیضاح ته له هغه وروسته رايه ورکړه، چې د روان کال د لیندۍ په ۱۳مه یې په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ. خو پارلمان د دغه ډول دریځ د اعلانولو لپاره د هغه دلایل ونه منل.

د ښاغلي یول له خوا د پوځي حکومت له اعلان وروسته د جنوبي کوریا زیات شمېر اتباعو لاريون وکړ او پوځیان د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ ته ننوتل.

په ورته وخت کې د جنوبي کوریا رسنیو د دغه هېواد د پوځي او پولیسي چارواکو د دندو د ځنډولو او همداراز په دې قضیه کې د څېړنو د پیل په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ د استیضاح رایه تصویب شوه، د سویلي کوریا د دفاع سرپرست وزیر کیم سیون هو د هېواد په اردو غږ وکړ چې چمتووالی وساتي او کمانډو افسرانو ته یې امر وکړ چې سمدستي د خپلو ځواکونو د قوماندې د ثبات لپاره کار وکړي.