د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سخت ژمي په افغانستان کې د کورنیو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «ميلیونونه کورنۍ د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دي چې کافي خواړه نه لري، او ډیری یې د خپلو ماشومانو د تغذیه کولو یا تود ساتلو لپاره ناممکن انتخاب لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ او شپه د هېواد په شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې یو شمېر ولایتونه د نسبتاً درنې واورې اورېدو شاهد وو.
په افغانستان کې بشري وضعیت
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي وو چې په هېواد کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۹.۲ میلیونه یې ماشومان دي.
اوچا د روان کال د غويي د اتمې نېټې په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو لګول شوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی، چې په افغانستان کې یې د بشري وضعیت د ښه والي مخه نیولې ده.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د لړم د میاشتې په راپورونو کې ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دي.
دې سازمان مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نا خوندیتوب په «حاد» کچه کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، ډېری افغانان نه پوهېږي، چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې دغه سازمان په یوه متن کې چې د لړم په ۱۷مه یې پر اېکس کې د یوې ویډیو ترڅنګ خپور کړى ویلي چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې وړې لوڼې ودوي.
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې د کافي خوراکي توکو د برابرولو لپاره پیسې یا خوراکي توکي په پور اخیستي دي، چې دا شمېر په کلیوالو سیمو کې ډېر دي او له هرو پنځو کورنیو څخه څلور يې پوروړې دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د کورنیو منځنى کچه پور ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ دی، چې له ۵۶۰ ډالرو سره برابر دي.