د افغانستان د پهلوانۍ پخواني ملي ورزشکار هارون سالنګي د اروپا د سرو زرو مډال خپل کړ.
هغه د پهلوانۍ په دغه سیاليو کې چې د فنلنډ په کوربه توب جوړې شوې وې، د برېټانيې له ادرس ګډون وکړ.
هغه په دې سياليو کې خپل هندي او فنلینډي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره دا بریا ترلاسه کړه.
د يادولو وړ ده، چې د ښاغلي سالنګي د پهلوانۍ دا سیالۍ په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوې.