طالبانو د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام په سمنګان ولایت کې دوه نارینه او یوه ښځه له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکو په تور په درو ووهل.
د طالبانو په اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې دغه کسان د شنبې په ورځ په عام محضر کې په ۳۹ دُرو ووهل شول.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغو کسانو ته د سزا ورکولو په پرمهال د طالبانو د محکمو مسٶولينو او ځايي خلکو برخه اخيستې وه.
طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې (د لړم له پیله) په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۱۳۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.
د طالبانو لخوا په عام محضر کې په درو د وهلو او نورو جسمي مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.