افغانستان

په دايکندي کې يوې ترافيکي پيښې له يوه تن ژوند واخيست

په دایکندي کې د پيېښې د ځای انځور

د دايکندي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې يوې ترافيکي پېښې له يو تن ژوند واخيست او دوه نور ټپيان کړل.

د دايکندي د امنيه قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند غلام علي جاويد وايي، دغه پېښه تېره ورځ له يوه سړکه د يوه موټر د اوښتو پر مهال رامنځته شوې ده.

خو عيني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا، دغو كسانو پلان درلود، چې د تخاوي په كلي كې د واده په مراسمو كې ګډون وكړي، چې د سپرلۍ موټر يې له سړکه واوښت او چپه شو.

د سړکونو خرابوالى، د ترانسپورتي لارو خرابوالى او د ترافيکي قوانينو نه مراعت په دایکندي کې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېد تر ټولو مهم لاملونه دي.