افغانستان

په سمنګان کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله ۳۵ کارګران تر ډبرو لاندې شول

انځور له آرشیف

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په خاک سفيد سیمه کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله د دغه کان ۳۵ کارګران ترډبرو لاندې شوي دي.

ځايي طالب چارواکو ویلي، چې تر اوسه دغه کارګران له خاورو را ایستل شوي نه دي او د ایستلو لپاره یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د راپور پر بنسټ، دغه پېښه د ليندۍ د مياشتې په ٢۴ نېټه د شنبې په ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوه.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې تر دې مخکې هم د باميانو ولايت د سيغان ولسوالۍ د خواجه ګنج کلي د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو د خپرېدو له امله دوه کارکوونکي مړه شوي وو.

د افغانستان کانونه په پرله پسې ډول د کافي خوندیتوب او مناسبو تجهیزاتو د نشتوالي له امله د خونړیو پېښو شاهدان دي. دا پیښه یو ځل بیا په کانونو کې د کارګرانو خوندیتوب ته د پاملرنې په اهمیت ټینګار کوي.