افغانستان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره: په پکتیا کې پر څه باندې ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه ځنګل جوړ شوى

په هېواد کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان لخوا د کرل شوي نیالګي انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اى او) په افغانستان کې د ځنګلونو له وهلو سره د مبارزې لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په پکتیا ولایت کې یې ۲زره۷۱۸ هکټاره ځمکه ځنګل جوړ شوى دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په اېکس کې لیکلي چې دغه ځنګ جوړونه له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نړیوال چاپېریال ادارې په مرسته ترسره شوې ده.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په پکتيا کې ۴٠٠ زره نيالګي کېنول شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (اېف اى او) وايي، په دغه ولایت کې یې د طبیعت د ساتنې په موخه ۷۱ نیالګي کرلي دي.

په افغانستان کې د ځنګلونو له منځه وړل

دغې ادارې تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې هر کال د هېواد ۰،۲ سلنه ځنګلونه منځه ځي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۰ کال راهیسې یوازې په خوست ولایت کې له ۱۵زره۳۰۰ هکټاره ځنګلونو څخه ۲۷۸ هکټاره ځمکه له منځه تللې ده.