نړۍ

بلنکن وايي نړۍ په سوریه کې لږکيو ته د درناوي غوښتنه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قبا کې د اردن له چارواکو او د سیمې او نړۍ له جګپوړو ډیپلوماټانو سره د خبرو په پای کې وویل چې د امریکا، ترکیې، اروپايي ټولنې او عربي هېوادونو جګپوړو ډیپلوماټانو هوکړه کړې چې د سوریې نوى حکومت باید د لږکيو حقونو ته درناوی وکړي.

د رویټرز په وینا، ښاغلي بلینکن یوې خبري غونډې ته وویل، جګپوړو سیمه ییزو او نړیوالو ډیپلوماټانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې هوکړه کړې چې دوی اعلاميه یو ټولګډونه او منتخب حکومت غواړي چې د لږکيو حقونو ته درناوی وکړي او«ترهګرو ډلو ته اډې ورنه کړي.»

دا غونډې او خبرې په داسې حال کې کېږي چې سیمه ییز او نړیوال قدرتونه په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت ځاى ناستې حکومت کې د نفوذ په لټه کې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په وینا، په ګډه اعلامیه کې «د سوریې د یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت بشپړ ملاتړ» هم تایید شوی. داسې ښکاري چې دا تبصره اسراییل ته اشاره کوي؛ هغه هیواد چې د بشارالاسد له نسکورېدو راهیسې د «خاٸل سيمې» په اړه د پخوانۍ هوکړې څخه بهر سوریې ته داخل شوي دی.

بلینکن وویل، «د نن ورځې هوکړه د سوریې موقتي چارواکو او نویو ګوندونو ته د هغو اصولو په اړه یو متحد پیغام استوي چې د ملاتړ او پېژندلو لپاره خورا اړین دي.»

له بلې خوا، هغه وايي چې امریکايي چارواکي اوس د سوریې د هٸيت تحريم شام سره «په مستقیمه اړيکه» کې دي او له دې ډلې او نورو یاغي ډلو څخه یې غوښتي دي چې د آسټین ټاېس هغه امریکایي خبریال په موندولو کې چې په ٢٠١٢کال کې په سوریه کې نیول شوی و، مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده، چې په سوریه کې یې له فعالانو سره هغه موارد شریک کړي چې غواړي د دغه هېواد د انتقالي دورې څخه يې تمه لري.

په اردن کې د نړۍ د لوړپوړو ډیپلوماتانو غونډه

د سوریې ګاونډی اردن د شنبې په ورځ (د ليندۍ ۲۴) د سوریې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه و؛ خو روسیه او ایران چې د بشارالاسد اصلي ملاتړي دي، ونه بلل شول.

انتوني بلنکين، د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګير پدرسن ، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول کاجا کالاس، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د اردن، سعودي عربستان، عراق، لبنان، مصر، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر د بهرنیو چارو وزیران د دې غونډه له ګډونوالو څخه وو.

دا غونډه د اردن په دولتي مېلمستون کې جوړه شوې وه؛ خو په عین حال کې د سوریې هیڅ استازی په دغه میز کې حضور نه درلود.