د طالبانو تر ادارې لاندې د چارو اداره وايي، چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ يې د ځينو دودونو او رواجونو د مخنيوي په موخه غونډه جوړه کړې ده.
که څه هم دغه ادارې په مشخص ډول د دغو دودونو د شمېر او ډول په اړه څه نه دي ويلي؛ خو دوی دا دودونه «ناخوښه او ګران» وبلل.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، طالبانو په دې غونډه کې يوه دستورالعمل هم تصويب کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې د دې دستورالعمل منځپانګه او دا دودونه څرنګوالى، تر اوسه د طالبانو لخوا نه دى خپور شوى.
د طالبانو سخت بندیزونه
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د هېواد د اتباعو پر ازادۍ او حقونو سخت محدودیتونه او بنديزونه وضع کړي دي.
د نوروز نمانځل د هېواد له زرګونو کلنو لرغونو دودونو څخه دی، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پرې بندیز لګولى دى.
تفريحي ځايونو، پارکونو او زيارتونو ته د کورنيو تګ د نورو قضيو له جملې څخه دي چې طالبانو په ځينو ځايونو کې يا پرې په بشپړ ډول بنديزونه لګولي او يا يې هم محدود کړي دي.