د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د شمالي کوریا ځواکونو په کورسک کې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
د رویټرز په وینا، که څه هم نوموړي د دغو ځواکونو شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو هغه د شنبې په ورځ (ليندۍ، په ۲۴) وویل چې دا لومړی ځل دی چې روسیه د اوکراین پر ضد جګړه کې د شمالي کوریا دومره لوی ځواکونه کاروي.
ښاغلی زیلینسکي وايي د ځواکونو زیات فعال کارول په جګړه کې یو نوی زیاتوالی دی. هغه له نړۍ وغوښتل چې په دې اړه غبرګون وښيي.
د اوکراین ولسمشر وویل: «نن موږ لومړني معلومات لرو چې روسیې په خپلو بریدونو کې د شمالي کوریا له ډيرو سرتېرو څخه کار اخیستی دی.»
ولادیمیر زیلینسکي زیاتوي چې د شمالي کوریا پوځیان د روسیې په ګډو پوځي واحدونو کې کارول کیږي او دا مهال یوازې د کورسک په محاذ کې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ داسې معلومات لرو چې ښیي د دوی (شمالي کوریا ځواکونه) به د لومړۍ کرښې نورو برخو ته هم ولېږل شي.»
د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې د شمالي کوریا د پوځیانو شمېر
کییف مخکې ویلي وو چې د شمالي کوریا ځواکونه د روان کال په اکتوبر میاشت کې د روسیې په کورسک سیمه کې راڅرګند شول او وروسته یې د نښتو او ناڅرګندو تلفاتو راپور ورکړ.
رویټرز وايي، چې اټکل کېږي، په ټولیزه توګه د شمالي کوریا شاوخوا ١١زره وګړي حضور ولري، چې په لسګونو زرو روسي وګړي زياتوالى مومي.
تر اوسه روسیې د اوکراین پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو ترڅنګ د شمالي کوریا د ځواکونو شتون نه تایید او نه هم رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې راتلونکې میاشت سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ راتګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د راتلونکي فشار په اړه ګنګوسې زیاتې کړې دي.