افغانستان

د ښځو غږ غورځنګ: طالبانو نجونې له زده کړو بې برخې کړي او خپلې لوڼې يې ترې برخمنې دي

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ د دوو غړو انځور

د افغان ښځو غږ غورځنګ په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د وروستي بندیز په غبرګون کې ويلي، په داسې حال کې چې په بهر کې د طالبانو نجونې له تعلیمي اسانتیاوو برخمنې دي. دوی نجونې په افغانستان کې د زده کړو له دوام څخه بې برخې کوي.

دغه خوځښت چې مشري یې هديه صاحبزاده کوي، طالبانو ته په خطاب کې ویلي:« د زده کړو له حقه د افغان نجونو په محرومولو تاسو د جهالت او ناپوهۍد تیارو اور ته لمن وهئ. په داسې حال کې چې ستاسو لوڼې په بهر کې د زده کړو له اسانتیاوو برخمنې دي.»

په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکې ښځې وايي چې «دا ژور تضاد» د «بې انصافۍ او منافقت» ښکارندويي کوي.

په دې خبرپاڼه کې طالبانو ته په خطاب کې ویل شوي دي: «تاسو د خپلې خاورې له ښځو څخه هغه څه منع کوئ چې تاسو ترې ګټه پورته کوئ. تاریخ به دا خیانتونه هیڅکله هېر نکړي. ځکه تاسو نه یوازې د زده کړې حق، بلکې زموږ د هېواد د ښځو او نجونو د آزادۍ حق هم ترې تروړلى دی.»

پر زده کړو د طالبانو تازه بندیز

باخبره سرچینو دمخه آمو تایید کړې چې د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې ټول روغتيايي او ثانوي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د عامې روغتيا وزير نور جلال جلالي په کابل کې د روغتيايي بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې اعلان کړى، چې له دې وروسته به په يادو ښوونيزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېری یې په روغتيايي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. په دې نوي فرمان سره له افغان نجونو په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

له درېیو کالونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

غبرګونونه

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي ډیویډ سپرول روانه میاشت د هسپانیا په مادرید کې د افغان ښځو په اړه په یوه لویه غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د مقابلې لپاره له نړیوالو قانوني لارو کار واخلي.

هغه وویل: «هغه څه چې د طالبانو مشرتابه ته واقعیا مهم دي د افغان ولس او په ځانګړې توګه د دې هېواد د ښځو سوکالي نه ده، هغه څه چې دوی ته مهم دي د دوی شخصي ګټې دي.»

له بلې خوا روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى يوه له هغو ستونزو څخه ده، چې د هېواد کليوالې ښځې له پخوا راهيسې ورسره مخ دي.

هغه ښځې چې د ښار په لرو پرتو سیمو او کلیو کې ژوند کوي متخصص ډاکټرانو او روغتیايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري او دې مسلې تل د ښځو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د طالبانو د دې پرېکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه حکم به د هېواد د روغتیايي سیستم راتلونکې له ګواښ سره مخ کړي.