په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه سفارت پر اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې اوسنۍ بې عدالتي او د بندیزونو لګول په ټوله نړۍ کې د عدالت او برابرۍ اصول له ګواښ سره مخ کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، «په افغانستان کې اوسنۍ بې عدالتي چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي، له تعلیمي محدودیتونو نیولې تر بنسټیزو ازادیو نه انکار، په ټوله نړۍ کې د عدالت او برابرۍ اصول ګواښي.»
تر دې مخکې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري پرون په هسپانیا کې په یوه غونډه کې ویلي و چې له طالبانو څخه د نړۍ دا غوښتنه چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، بې ځایه ده.
په ورته وخت کې؛ د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیتي پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتېدل او له بشري حقونو څخه سرغړونې غندلې دي.
د هېواد اوسېدونکي او د بشري حقونو یو شمېر فعالان د طالبانو پر سخت دریځ نیوکه کوي او له نړۍ یې غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې د افغانانو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.
د بشري حقونو فعاله رخشانه نظري وايي: «افغانستان د بشري حقونو په ژور بحران کې ډوب دی. ښځې او نجونې له خپلو ټولو بشري حقونو او آزادیو بې برخې دي. د دې محرومیتونو پایله به د افغانستان د راتلونکي لپاره ویجاړونکې او بدمرغي وي.»
د کابل یوې اوسېدونکې زیاته کړه:«له درېیو کلونو راهیسې موږ له درس، زده کړې او کار څخه بې برخې یو. په افغانستان کې موږ ښځو او نجونو ته هیڅ هیله نه ده پاتې. موږ له نړۍ غواړو چې طالبان په رسميت ونه پېژني او بندیزونه پرې ولګوي.»
لیدل کیږي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو څخه نیولې بیا په ښار او بارز کې له محرمه پرته په ګرځېدو بنديز په ګډون پر ښځو او نجونو تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي.
تازه، طالبانو په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او انجونو د زده کړو مخه هم ونيوله.