افغانستان

د یوناما چارواکې کندهار ته د خپل سفر پر مهال له طالبانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه خبرې وکړې

جورجیټ ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي مشره

په کندهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د رسنیو مرکز خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي چارو مرستیالې جورجیت ګانين په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق غني سره د کوکنارو د کښت پر بدیل خبرې وکړې.

مېرمن ګانين په دې غونډه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په مرسته به تر ۲۰۲۵ کال پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معیشت پروژه پلې شي.

طالبانو د هغې په ​​حواله ویلي چې ملګري ملتونه به د دوی له ادارو سره په ګډه د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیل کښت د ودې لپاره اوږدمهاله پروګرامونه جوړ او پلي کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، «هغه به د ۲۰۲۵ کال په طرحو کې د خلکو اړتیاوې شاملې کړې او ټینګار یې وکړ چې د بدیل محصولاتو لپاره باید یوه دوامداره تګلاره تعقیب شي،»

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې په ملګرو ملتونو کې د اېکوادور د دایمي استازي مرستیال آندرېس اېفرن مونټالوو سوسا د دې سازمان د څار ډلې پنځلسم راپور په حواله ویلي چې د طالبانو یو شمېر مهم شخصیتونه د نشه يي توکو د تولید او قاچاق شبکو کې ښکېل دي.

په ملګرو ملتونو کې د اېکوادور دایمي استازي مرستیال زیاته کړې، چې په نشه يي توکو کې د طالبانو ښکېلتيا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عام کروندګر هڅه کوي د نشه يې توکو بدیل محصولاتو ته مخه کړي.