په داسې حال کې چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو خبره کېږي؛ خو د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال او د دوی یو له مهمو څېرو عبدالغني برادر وايي، چې د دوی تر منځ هېڅ اختلاف نشته.
هغه په پکتيا کې د طالبانو د کډوالو چارو پخواني وزير خليل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د ګډون پر مهال وويل: «د مشرانو (طالبانو) ترمنځ يو ډول مينه موجوده ده.»
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال په يوه ويډيو کې، په داسې حال کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د ده تر څنګ لیدل کیږي، د طالبانو غړو ته ویلي چې په دې اړه دې د«هیچا خبرو» ته غوږ نه ږدي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د چهارشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۱) په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. سرچینو آمو ته ویلي چې په چاودنه کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
نوموړی د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د اوسني کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د طالبانو د کډوالو چارو وزارت لپاره سرپرست وزير په توګه وټاکل شو.
دغې پېښې پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.