افغانستان

طالبانو په کندز کې درې تنه په درو ووهل

انځور له آرشیف

طالبانو په کندز ولایت کې درې تنه د «لواطت» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان هر یو په ۳۹ دورو او څلور تر اوو کلونو بند باندې محکوم شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، طالبانو دغه درې تنه د دغه ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې په درو وهل شوي دي.

په تیره میاشت کې د درو وهلو احصایې

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې طالبانو د دغو ٣ کسانو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د ١٩ ښځو په ګډون ١٣٦ کسان په بېلابېلو تورنو په درو وهلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په جوزجان او خوست ولايتونو کې د طالبانو له لوري په درو وهلو تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې، چې په جوزجان کې ٢٢ د مجازاتو او په خوست کې ٢۵ پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهلو او نور جسمي مجازات له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.