نړۍ

د ټرمپ واک د لېږد ټیم د ټیسلا موټرو د پېښو په اړه د راپور ورکولو الزام د لغوه کولو وړانديز وکړ

په امریکا کې د يوې ترافيکي پېښې انځور

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لېږد ټیم سپارښتنه کړې چې د ټیسلا موټرو په اړه د پېښو راپور ورکولو الزام دې لغوه شي.

امریکايي میلیاردر ایلون ماسک د ټیسلا موټر څښتن دى او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ښاغلي ټرمپ له متحدینو څخه و، چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې د ډونلډ ټرمپ په بریا کې مهم رول درلود.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو د راتلونکي حکومت څخه د ټرمپ د لېږد ټیم ​​دا غوښتنه د نقليه وسايلو د خوندیتوب د تنظیمولو لپاره د حکومت پلټنې وړتیا کمزورې کولاى شي.

يادولو وړ ده، چې د نړۍ دغه تر ټولو بډایه کس د نومبر په میاشت کې د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ټاکلو لپاره نږدې نیم میلیارد ډالر مصرف کړي دي.

د راپور پر بنسټ ، د دې سپارښتنې سره د پېښو د افشا کولو مقرراتو لرې کول به ټیسلا ته ګټه ورسوي، چې ترټولو ډېرې (له ١،۵٠٠ څخه ډیر) پېښې د دې برنامه لاندې فدرالي خوندیتوب تنظیموونکو ته راپور شوي دي.

رویټرز وايي چې ددې خبري آژانس تحلیل ښيي چې د ملي لویې لارې ترافیکي خوندیتوب ادارې د اکتوبر تر میاشتې پورې ۴۵ وژونکو پېښو څخه ۴٠ یې ټیسلا په اړه راپور شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې مقرراتو لاندې د ملي لویې لارې ترافیکي خوندیتوب ادارې لخوا څېړل شوي د ٢٠٢٣کال وژونکې پېښه په ویرجینیا کې وه چې د موټر چلوونکي د آټوپيلوټ ځانګړتیا په کارولو سره د ټراکټور ټریلر سره ټکر وکړ، او په ورته کال کې په کالیفورنیا کې د ټیسلا خودکاره موټر د اور وژونکي لارۍ سره ټکر وکړ چې په پايله کې يې چلوونکی مړ او څلور اور وژونکي ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده، د متحده ایالاتو د ملي لویې لارې ترافیک خوندیتوب ادارې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا ډول معلومات د اتومات موټر چلولو د رامنځته شوي ټیکنالوژیو خوندیتوب ارزولو لپاره خورا مهم دي.