د آمو د موندنو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د راپورونو له مخې راټولې کړې دي، په تېره یوه اوونۍ کې (د ليندۍ له ۱۷ مې تر ۲۳ پورې) ایران او پاکستان ۵۰۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلې دي.
د دغو شمېرو پر بنسټ، په یوه اوونۍ کې ایران ۳۷۴ او پاکستان ۱۳۵ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول ایستلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري آژانس د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې د ورځو د کډوالو د راستنېدو احصايې نه دي خپرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې ۵۷ کورنۍ د تورخم له لارې او ۷۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې ۱۳۴ کورنۍ د نميروز د پل ابرېشم او همدارنګه ۲۴۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
ایران او پاکستان تر دې یوه اوونۍ مخکې (د ليندۍ له ۱۰مې تر ۱۶مې) د افغان کډوالو ۶۷۴ کورنۍ اېستلې وې. خو دې خبري اژانس د اخرو دوو ورځو احصایې يې نه دي خپرې کړې.
د دې شمېرو پر بنسټ په تېره یوه اوونۍ کې ایران ۴۸۵ او پاکستان ۱۸۹ کډوالې کورنۍ اېستلي دي.