نړۍ

تر اوسه آلمان د روسیې ۳.۵ میلیارده یورو شتمني کنګل کړې

د جرمني د بیرغ انځور

جرمني پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو په چوکاټ کې د روسیې ۳.۵ میلیارده یورو شتمني کنګل کړې دي.

تأس راپور ورکړى، چې دا موضوع د آلمان د فدرالي خزانې یوې سرچینې دغه خبري آژانس ته ویلي؛ خو د دې سرچینې نوم نه دی په ډاګه شوی.

سرچینې ويلي: « آلماني چارواکو اوس د اروپايي اتحادیې د بندیزونو د یوې برخې په توګه د شاوخوا ٣.۵ ميلیارده یورو په ارزښت د روسیې شتمني کنګل کړې ده.»

سرچينې زياته کړې، چې د روسيې دغه شتمني په جرمني کې د راکړې ورکړې د بنديز په ګډون په ايالتونو کې کنګل شوې ده.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په پای کې ویلي وو چې د دغه هېواد چارواکو د اروپايي ټولنې د بندیزونو د یوې برخې په توګه د همدې میاشتې له پیل راهیسې د روسیې شاوخوا ۴،۱ میلیارده یورو شتمني کنګل کړې ده.

د جرمني په ګډون اروپايي ټولنې پر روسیې وروسته له هغه بندیزونه ولګول چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې یې د اوکراین پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د اوکراين او روسي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر اوسه په لسګونو زره کسان وژل شوي او په سلګونو زره اوکرايني اتباعو لوېديځو هېوادونو ته پناه وړې ده.

تازه، روسیې د جمعې په ورځ (د ليندۍ ۲۳مه) د یو پراخ هوايي برید په ترڅ کې د اوکراین د برېښنا شبکه هم په نښه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پارېس ته د خپل سفر او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د کتنې پر مهال پر سمدستي اوربند ټینګار کړى دى.