د روسیې پوځ د جمعې په ورځ (د ليندۍ ۲۳مه) د یوه «پراخه» هوايي برید په ترڅ کې د اوکراین د برېښنا تاسیسات په نښه کړل.
د رویټرز د راپور له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، دا برید د دغه هېواد د برېښنا پر شبکې تر ټولو لوی برید دی. هغه زیاته کړه چې د همدې لپاره کییف له روسیې سره تر هرډول سولې مخکې د لوېدیځ ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوکراین د بریښنا ملي شرکت وايي، «دا په روان کال کې د انرژۍ په زېربنا باندې د روسیې دولسم لوی برید دی، چې د اوکراین په څو سیمو کې د برېښنا تاسیساتو ته زیان رسوي او چارواکي یې اړ کړي چې په ملیونونو ملکي وګړو باندې برېښنا پرې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په اوکراین کې اوس مهال د ژمي تودوخه د سانتي ګراد -٦ درجو په شاوخوا کې ده، او دا بریدونه پر دغه هېواد داسې فشار زیاتوي چې د وړاندوينې وړ نه دي.
له بلې خوا ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتلونکې میاشت سپینې ماڼۍ ته ورشي او د جګړې د ژر پای ته رسولو ژمنه یې کړې ده.
په عین حال کې، دغو بریدونو ته په اشارې، د اوکراین ولسمشر پر اېکس لیکلي:«دا د سولې لپاره د پوتین [د روسیې د ولسمشر] طرحه ده. د هر څه د ویجاړولو لپاره. د نړۍ قوي ځواب ته اړتیا ده، یو لوی برید، یو لوی ځواب.»
هغه وویل چې روسیې د برید پر مهال ۹۳ توغندي چې په هغو کې یو د شمالي کوریا لخوا جوړ شوی او نږدې ۲۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.
ولادیمیر زیلینسکي زیاتوي:«د هوايي دفاع له دې توغندیو څخه ۸۱ یې شنډ کړي، چې ۱۱ یې د اېف-١٦ جنګي الوتکو له خوا ویشتل شوي دي.»