متحده ایالاتو او ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د داعش د «هر ډول بیا تنظيم» په وړاندې د مبارزې لپاره هوکړه وکړه.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغه هوکړه په انقره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د هغه ترکي سیال هاکان فیدان سره د کتنې پر مهال وشوه.
په ورته وخت کې د دغه راپور پر بنسټ ښاغلي بلینکن ویلي چې د ترکیې له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر رجب طیب اردوغان سره یې د خبرو پر مهال په غزه کې د اوربند هوکړې ته د حماس له لوري د مثبت ځواب د اړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی، دې خبري اژانس ته ویلي چې حماس د اوربند په خبرو کې خپل دریځ نرم کړی دی.
ښاغلی بلنکن منځني ختیځ ته سفر کوي ترڅو د عربي متحدینو او ترکیې سره د یو لړ اصولو پربنسټ یوه متحده جبهه چې واشنګټن يې هیله لري د سوریې سیاسي لېږد ته لاره لکه ټولګډونه حکومت او د لږکيو درناوي ته هواره کړي، جوړه کړي.
هغه د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې داعش به هڅه وکړي چې له دې مودې څخه په سوریه کې د پياوړتيا د بیا تنظيم لپاره کار واخلي. خو متحده ایالات هوډ لري چې ددې کار مخنيوى وکړي.
بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « زموږ هېوادونو له ډېرو کلونو راهیسې د داعش د ارضي خلافت د له منځه وړلو او د دغه ګواښ د بیا رامنځته کېدو مخنيوي لپاره ډېر کار کړی دی، دا اړینه ده چې دغو هڅو ته دوام ورکړو.»
د امريکا او ترکيې د لوريو خبرې په سوريه کې د ثبات د ټينګښت په مهم اړخ، د دغه هېواد په شمال کې د امريکا په ملاتړ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو او د ترکيې په ملاتړ د کردانو او ياغيانو تر منځ د جګړې په موضوعاتو هم متمرکزې وې.
د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د امریکا د ایتلاف اصلي متحدین دي. دا ډله د کرد ملېشو لخوا رهبري کېږي. هغه ډله ده چې انقره يې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کى کى) ملېشو ته پراختیا ورکوونکې او غير قانوني ګڼي چې له ٤٠ کلونو راهیسې ترکیې حکومت سره په جګړې بوخت دي.