په غزه کې د کړکېچ په دوام کې د اسراٸیلو د هوايي ځواکونو په نویو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، د اسراٸيلو په یوه برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
دغو کسانو د غزې په مرکز کې د نصيرات پنډغالي په یوه پوسټ خونه کې پناه اخیستې وه. دې برید پوست خونې ته څېرمه څو کورونه هم ویجاړ کړي دي.
رویټرز وايي د اسرائيلو پوځ د نظر وړاندې کولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
نصيرات په غزه کې یو له هغو اتو تاریخي پنډغالو څخه دی چې په اصل کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ۱۹۴۸ کال له جګړې او د اسرائیلو له تاسیس وروسته جوړ شوى و.
دا سیمه د ګڼ مېشته ښاري سیمه بدله شوې چې د غزې له ټولو سیمو څخه بې ځایه شوي خلک پکې ژوند کوي.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د غزې په جنوبي برخه کې د اسراٸيلو په دوو هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان ووژل شول، چې د غزې او حماس ډاکټرانو په وينا چې د بشري مرستو د موټرو ساتنې د ځواکونو غړي و، خو د اسرائیلو پوځ ویلي چې دا کسان د حماس غړي وو چې هڅه یې کوله دغه توکي غلا کړي او خپل منزل ته یې ورسوي.
رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په رفح او خان یونس کې د بریدونو ډیری قربانیانو د حماس سره اړیکې درلودې.
اسرائیلي پوځ په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې د دوو هوايي بریدونو موخه د بشري مرستو د خوندي رسولو ډاډ ترلاسه کول دي او د حماس غړي یې تورن کړي چې د غزې ملکي وګړو ته د مرستو د رسولو مخنيوى کوي.
حماس وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ پولیس چې په غزه کې یې د بشري مرستو د موټرو د امنیت مسوولیت پر غاړه درلود، وژل شوي دي.