افغانستان

ممتاز زهرا بلوچ: وروستۍ ناستې له طالبانو سره د مسٸلو د حل لپاره د پاکستان لېوالتیا ښيي

ممتاز زهرا بلوچ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي، د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ وروستۍ ناستې د خبرو له لارې د ستونزو د حل لپاره د اسلام آباد لېوالتیا ښيي.

آغلې بلوچ پرون (پنجشنبه د ليندۍ ۲۲مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې وروستۍ غونډې «د پاکستان د دې لېوالتیا څرګندونه کوي چې خبرې اترې د هرې ستونزې چې وخت په وخت رامنځته کېږي او د هغو مسلو لپاره چې د جدي اندېښنې په توګه ګڼل کېږي، رغنده لارې چارې او حل لارې موندل دي »

تېره اوونۍ د طالبانو استازي سردار احمد شکېب په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره وليدل.

تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني د طالبانو د دفاع له وزیر محمد یعقوب سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تېره اوونۍ وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه د دوه اړخېزې اجنډا په رأس کې ده.

ممتاز زهرا بلوچ همداراز په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: “د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د پاکستان پر ضد په آزاده توګه فعالیت کوي د پاکستان اندېښنې لا هم د پاکستان او افغانستان د اجنډا په رأس کې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې په ښکاره ډول خړې پړې شوې دي. پاکستان تل طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی دی. خو طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې دي.

له بلې خوا یو شمېر طالب پلوه رسنیو په کراتو پاکستان په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په ملاتړ تورن کړی دی.

تازه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ځانمرګي برید کې د طالبانو د وژل شوي وزیر خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل چې داعش ٧ ځله په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه کړي چې شپږ یې له بهر څخه پلان شوي وو.

ښاغلي متقي د افغانستان له ګاونډیانو څخه چې تر ډېره پاکستان ته اشاره کوي، وغوښتل چې د ترهګرۍ مخنيوى وکړي.