افغانستان

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: د کوکنارو پر کښت بندیز نارضايتي زیاتوي

د هلمند ولایت. عکس له رویټرز څخه

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز او د بزګرانو له خوا د کوکنارو په بدل کې د ټیټ ارزښت غنمو اخیستل ممکن نارضایتي او سیاسي کړکېچ لا پسې زیات کړي.

د راپور له مخې، که دا بندیز دوام وکړي، نو د طالبانو ځواک به وښيي؛ خو په ورته وخت کې به په کلیو کې بې وزلي لا پسې زیاته کړي، د ځمکو د خاوندانو ترمنځ نارضایتۍ به زیاتې کړي او د سیاسي بې ثباتۍ لامل به وګرځي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي دي چې دا شرایط امکان لري چې بشري اړتیاوې زیاتې او ګاونډیو هېوادونو ته به د کډوالۍ لپاره فشارونه رامنځته کړي.

راپور وايي، دواړه مسٸلې د متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره مهمې دي.

خو د راپور له مخې، د دغه بندیز پر عملي کولو په ځانګړي ډول تر ۲۰۲۴ کال پورې د طالبانو ټینګار د پام وړ دی.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه ویلیم برډ چې د دغه راپور لیکوال دی وايي، که دا بندیز د فشار او مقاومت له امله کمزوری شي، د کوکنارو د کښت پراخه بیا احيا کېدل د طالبانو واک کمزوری کولای شي.

راپور وايي: «یوازې بهرنۍ مرستې نشي کولی د بندیز اقتصادي زيان کم کړي یا د اوږدې مودې وده تحريك کړي چې په اغېزمنه توګه د اپینو د ستونزې حلولو ته اړينه ده.»

په ورته وخت کې ویلیم برډ ادعا کوي چې د ژٸو سپېټال ټیکنالوژۍ شرکت «اليکس» لخوا راټول شوي مفصل معلومات ښیې چې په افغانستان کې تر ٢٠٢۴کال پورې د کوکنارو کښت په پام وړ کچه کم شوی دى.

هغه وايي، «دا په ښکاره ډول ښیي چې د طالبانو د اپینو بندیز د پلي کېدو په دویم کال کې پیاوړی شوی، نه دا چې کمزوری شوی، او د پالیسي تحلیل او بحث لپاره د لوړ کیفیت، پر وخت موندنو کارولو اهمیت په ګوته کوي.»

د امریکا د سولې انسټیټیوټ زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید طالبانو ته د دې «خیالي» هیلو له ورکولو ډډه وکړي چې دوی به د بندیزونو په ځواب کې لویې مرستې وکړي. د راپور له مخې، دغه مرستې به د تریاکو ستونزه هواره کړي.

په راپور کې راغلي: «لکه څنګه چې په نورو هېوادونو او افغانستان کې تجربو ښودلې، د حل لاره د اوږدې مودې لپاره د کلیو پراختیا او پیاوړې اقتصادي وده ده، چې په ترڅ کې یې هېواد او اقتصاد په تدریجي ډول پر «غیرقانوني نشه يي توکو»له تکيې ځان خلاصولی شي.»

که څه هم طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې يې د کوکنارو کښت صفر ته رسولی، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې د ليندۍ مياشتې په خبرپاڼه کې ويلي و چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ترياکو توليد ۳۰ سلنه زيات شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د اپینو تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېږي، خو دا شمېر د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر دی.

دغه اداره وايي، په افغانستان کې د کوکنارو تولید لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړی و، ۹۳ سلنه کم دی.

په دغه خبرپاڼه کې د دغه بنسټ وروستي راپور ته په اشارې سره چې د لړم په شپږمه خپور شو، راغلي چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه ډېر شوی دی.

دغه بنسټ وايي، په روان کال کې پر ۱۲زره۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د اکوادور استازي پرون د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د طالبانو مهم چارواکي د نشه يي توکو په کښت او تولید کې لاس لري.